د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۲۳

ایران کې ۲۴ ساعتونو کې ۴۱ زره کسان په کرونا اخته شوي او ۷۰۹ نور مړه دي


ایران کې د کرونا ویروس له امله یو مړ شوی کس

د ایران دولتي اژانس، ایسنا د ایران د روغتیا وزارت په وینا پرون خبر ورکړ چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۴۱ زره کسان په کرونا اخته شوي دي او ۷۰۹ تنه دې وبا وژلي دي.

په ایران کې د کرونا دا وروستي تلفات په ۲۴ ساعتونو کې تر بل هر وخت زیات دي.

د ایران په څه باندې ۸۳ ملیونه نفوس کې تر اوسه تر ۱۰ فیصده لږ کسانو د کرونا دوهم ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.

ایراني چارواکو د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ بندیزونه لګولي دي چې په دې لړ کې د اګسټ تر ۲۷مې پورې د ښارونو ترمنځ په تګ راتګ بندیز لګېدلی دی.

XS
SM
MD
LG