د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۵۰

اسلام اباد کابل ته د قریشي سفر رد کړ؛ "کابل ته د‌ قریشي د سفر پلان نه‌شته"


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

که څه هم ډېرو رسنیو نن د یک‌شنبې په ورځ کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سفر خبر خپور کړی و، خو د پاکستان حکومت دا خبر رد کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبرپاڼه کې وليکل، کابل ته د شاه محمود قریشي د سفر په اړه خپاره شوي خبرونه بې بنسټه دي او اوس‌مهال د دې سفر په اړه هېڅ پلان نه‌شته.

خو د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره د سیمې ۴ هېوادونو تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران ته، د‌ ښاغلي قریشي سفر تایید شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا سفر به د روانې اګسټ میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شي.

پاکستان داسې مهال د راتلونکي سیاسي نظام د جوړېدو برخه کې د خپلو هڅو خبر ورکوي چې تېره اوونۍ دې هېواد ته تللیو یو شمېر ګوندي او سیاسي افغان مشرانو ته هم د یوه ټول ګډونه حکومت مشوره ورکړې وه.

هغه حکومت چې لا نه دی تشکیل شوی، خو د جوړېدو په اړه یې بحثونه روان دي.

د دې ډول حکومت د جوړېدو لپاره د طالبانو سياسي مرستیال عبدالغني برادر هم کابل کې دی، خو د هغه د‌ کتنو په اړه رسمي خبر نه‌شته، خو له ده سره راغلو نورو طالب مشرانو او یو پلاوي چې مشري یې مولوي شهاب الدین دلاور کوي په کابل کې له پخواني جمهور رییس حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، په دې کتنه کې د هېواد په روان وضعیت، د خلکو د امنیت په تامین، د ټول ګډونه یا ټول شمول سیاسي پروسې، د بیرغ په ګډون د ملي ارزښتونو‌ په درناوي گټورې خبرې شوې دي.

بل‌خوا بیا د امریکا جمهور رییس جوبایډن هم د خپل ملي امنیت ټیم سره په افغانستان کې د ترهګرۍ پر احتمالي ګواښونو خبرې کړي.

سپینه ماڼۍ وایي،دې کتنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د ستونزو په پای او په دې هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو پر احتمالي ګواښونو هم بحث شوی دی.

دا په تېرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې جمهور رییس جو بایډن د ملي امنیت له ډلې سره پر افغانستان او دلته د روان وضعیت په اړه غونډه کوي.

په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو یوې غونډې ته ویلي، د افغانستان راتلونکی حکومت باید په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخه کې شوي پرمختګونه له پامه و نه غورځوي.

ینس سټولتنبرګ له خپلو ملګرو او امریکا غوښتي چې د افغانستان نوی حکومت وروسته له هغې په رسمیت وپېژني چې نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او هغه عملي کړي.

دا په داسې حال ده چې افغانستان لا هم د واک له سیاسي تشې سره مخ دی او بد‌ وضعیت یې د‌ دې‌ هېواد په ټولو برخو منفي اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG