د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

امریکا سفارت: امریکايي وګړي دې له لارښوونې پرته کابل هوایي ډګر ته نه ځي


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

په کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې له لارښوونې پرته دې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته نه ځي.

په دغه خبرداري کې چې سفارت پرون شنبې خپور کړی، د هوایي ډګر بهر د احتمالي ګواښونو یادونه شوې ده.

د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې یو زیات شمېر افغانان چې ډېری یې له هېواده د وتلو اسناد هم لري، د هغو اغزن سیمونو او امنیتي موانعو بلې غاړې ته راټول شوي شوي چې پر هوایي ډګر را تاو شوي.

په عین حال کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل پرون شنبې وویل چې که وسنجول شي، امریکا او متحدان به یې ونه شي کولای چې د اګسټ تر۳۱مې پورې چې د امریکا ولسمشر جو بایډڼ له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتیرو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړې، په زرګونو افغانان وباسي.

د بورېل په وینا اروپایي ټولنې امریکایي چارواکو ته شکایت کړی چې په کابل هوایي ډګر کې یې سخت امنیتي تدابیر د دې سبب شوي چې د هغو افغانانو چې له اروپایانو سره یې کار کړی، د ایستلو پروسه له خنډ سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG