د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

پر طالبانو د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالو فشارونه په زیاتېدو دي


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

په داسې حال کې چې طالبانو د کابل له نیولو یوه اوونۍ وروسته د نوي حکومت د جوړولو لپاره هڅې تیزې کړې، پر دې ډلې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالو فشارونه هم مخ په زیاتېدو دي.

د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین وایي، اروپایي ټولنه په اوس وخت کې نه طالبانو سره په سیاسي خبرو کې ښکېله ده او نه هم دا ډله په رسمیت پېژني، خو د طالبانو کړه وړه له نژدې څاري.

فون دیرلان د هسپانیا په پلازمېنه مادرېد کې د هسپانیا له صدراعظم سره پرون شنبې په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، موږ د طالبانو له لوري اورو چې وایي، د یوه داسې حکومت پر جوړولو کار کوي چې د ټولنې ټول اړخونه په کې وي، موږ له دوی اورو چې وایي، ښځې به په ټولنه کې خپل ځای ولري او د اسلامي اصولو په رڼا کې به د زده کړې او کار کولو حق ولري، خو طالبان باید دا هر څه په عمل کې ثابت کړي.

نوموړې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د یو ملیارډ ایرو مرسته هم په دې هېواد کې د ښځواو نورو اقلیتونو د حقونو په خوندي کولو پورې وتړله: "یو میلیارډ ایرو مرسته چې اروپایي ټولنې د راتلونکو اوو کلونو لپاره له افغانستان سره پراختیايي چارو ته ځانګړې کړې، له سختو شرطونو سره تړلې، د بشري حقونو درناوی، له اقلیتونو سره ښه چلند او د نورو ترڅنګ د ښځو او نجونو د بشري حقونو درناوی."

د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین
د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د نوي حکومت د جوړولو لپاره خبرې روانې دي او دوی هڅه کوي چې یوې ښې سیاسي حل لارې ته ورسېږي.

ښاغلي مجاهد پرون شنبې ازادي راډیو ته وویل چې حکومت به ژر اعلان شي، خو دقیقه نیټه یې ونه ښوده: "سیاسي مسایل د دې سب شوي چې نوی حکومت تراوسه اعلان نه شي. خو موږ جدې هڅې کوو چې هغه کارونه چې په مخ کې مو دي، حل شي او موږ دې ته ورسېږو چې حکومت او یوه ښه سیاسي حل لاره اعلان کړو."

د طالبانو له خوا د نوي حکومت د جوړولو د هڅو په ترڅ کې پرون د دې ډلې د مرستیال او د قطر د دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته ورسېد.

طالبان وایي چې ملابرادر به په کابل کې له یو شمېر افغان سیاتوالو سره د راتلونکې نظام د جوړلو په اړه سلاومشورې وکړي.

د طالبانو یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي چې نوی نظام به د لویدیځې ډموکراسۍ په څېر یو نظام نه وي خو د ټولنې د ټولو اړخونو حقونه به په کې خوندي وي.

پر طالبانو د منلو وړ یوه حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالو فشارونو په ترڅ کې تېره ورځ د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم خبرداری ورکړ چې که هر حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو په ګډون د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو ته شا کړي، نو د دې خطرشته چې په نړیواله سطحه منزوي شي.

XS
SM
MD
LG