د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۳

سره میاشت: غزني کې ۱۲ زرګونه کورنۍ له بې وزلۍ او کډوالۍ سره مخ دي

غزني کې بې ځایه شوي کډوال
غزني کې بې ځایه شوي کډوال

په غزني کې کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، وروستیو جګړو تر ۱۲ زره زیاتې کورنۍ له بې وزلۍ او کډوالۍ سره مخ کړې دي چې په بد حالت کې ژوند کوي.

په دې ولایت کې د دې ټولنې مشر عبدالعلیم نوري وايي، دغه کورنۍ د جګړو له امله له غزني مرکز څخه ولسوالیو او په ولسوالیو کې له یوځایه بل ځای ته د جګړو له امله کډه شوي چې ډېری برخه یې نه د اوسېدو ځای، نه خوراکي توکي او نه هم د څښلو پاکې اوبه لري.

د نوري په خبره ډېری داسې کسان هم شته چې کورونه یې نړيدلي او د بیا جوړولو توان یې هم نه لري: "ډېری کډوال د خپلو نړیدلو کورونو د جوړولو وس نه لري او خپلو خپلوانو په کورونو کې اوسیږي، له دې اړمنو کورنیو سره دې نړیوالې موسسې مرستې وکړي."

عبدالحکیم د جګړو له امله له قره باغ ولسوالۍد غزني ښار ته راکډه شوی او شکایت کوي چې هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې.

نوموړی زیاتوي: "موږ د جګړو له امله کډوال شوي یو، هېڅ مرستې نه دي راسره شوي، کونډې لرو، یتیمان لرو."

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې د هېواد د نورو سیمو په څیر په غزني کې هم جګړه پای ته رسیدلې او ځینې کورنۍ خپلو پلرنیو ټاټوبو ته د ستنېدو په حال کې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG