د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

ملابرادر کابل کې دی؛ د راتلونکي افغان حکومت پر جوړښت خبرې روانې دي


د طالبانو سیاسي استازي
د طالبانو سیاسي استازي

که څه هم له تېرو څو ورځو را په دې خوا په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د طالب مشرانو او افغان سیاستوالو ترمنځ لیده کاته او خبرې روانې دي.

خو یو شمېر طالب چارواکي وایي، د روان وضعیت په اړه د جدي خبرو لپاره د طالبانو د تحریک مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خپل اته کسیز پلاوي سره کابل ته رسیدلی دی.

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یوه سکرتر مولوي بلال کریمي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغلته د روانو حالاتو په اړه جدي خبرې روانې دي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه: "محترم ملا عبدالغني برادر اخند له خپلو ملګرو سره کابل ته راغلی او په هېواد کې د روانو مسایلو او موضوعاتو په اړه جدي مجالس او مشورې روانې دي، څو د خبرو او ډیالوګ له لارې د هېواد مسایل یو طرفه شي او یو همه شموله سیستم رامنځ ته شي."

طالبان وايي، د دوى مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر کابل کې د نوي حکومت په جوړېدو په خبرو بوخت دى.

د طالبانو چارواکي، د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزى او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبد الله عبد الله له تېرو څو ورځو پرله پسې په غونډو بوخت دي او غواړي يوه جوړجاړي ته سره ورسېږي.

کابل ته د ملا عبدالغني برادر په راتګ سره ښکاري چې سیاسي خبرې به ګړندۍ شي.

له بلې خوا د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د پنجشیر له مشرانو سره کتلي دي.

عبدالله په خپل فیسبوک پاڼه کې د پنجشیر قومي مشرانو، علماوو او قوماندانانو سره د ناستې عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې دا د نظرونو د تبادلې لپاره جوړه شوې ده.

تر دې مخکي د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلمیار او د طالبانو د سیاسي دفتر غړي انس حقاني ترمنځ هم په کابل کې لیدنه شوې ده.

دا د کابل تر نیولو وروسته د طالبانو د لوړ پوړو مشرانو لومړۍ ډله ده چې کابل ته رسیږي.

طالب چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته پناه یوړه او وروسته بیا د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان وکړ چې د قانون له مخې د جمهوري ریاست سرپرستي پر غاړه اخلي.

بل خوا د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود د طالبانو پرضد د مقاومت د پیل خبر ورکړی.

احمد مسعود په یوې مقاله کې چې په واشنګټن پوسټ کې خپره شوې ویلي، پر افغانستان به د طالبانو تسلط د دې لامل شي چې دا هېواد د ترهګرو او اسلام پالو په اصلي پټن ځای بدل شي او یو ځل بیا به په افغانستان کې د نړۍ پر دموکراسي د بریدونو طرحه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG