د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

‎د کابل هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې لاهم زرګونو افغانان بهر ته د تلو انتظار باسي


د کابل هوايي ډګر کې په انتظار ناست کسان
د کابل هوايي ډګر کې په انتظار ناست کسان

‎په کابل کې د حامد کرزي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر چې د ملکي او پوځي الوتنو نه ترې کار اخېستل کېږي، له بې سارې ګڼه ګوڼې ‌‌‌‌‌‌ډکه سیمه ترې جوړه شوې او له افغانستانه د وتلو په هیله زرګونه افغانان ورټول شوي دي.

‎په دې سیمه کې داسې کورنۍ او خلک هم شته چې له څو شپو راپه دېخوا یې انتظار نه دی ختم شوی او هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته نږدې سیمو کې پر سړکونو شپې ورځې تېروي.

‎عبدالقادر چې د ملي امنت د ځانګړو ځواکونو یو افسر و وایي، سره له دې چې ژوند یې له شدید ګواښ سره مخ دی، خو تر اوسه ورته زمینه نه ده برابره شوې چې هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته ننوځي.

دی وايي: "دلته وضعیت ‌‌‌‌‌‌ډېر بد دی، زه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې وم، موږ دلته هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته څېرمه سیمه کې اوسېږو، هره ساعت ور روان یو، خو بهرنیان مو دننه نه پرېږدي او بهر له هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر مو طالبان وهي."

‎دلته داسې خلک هم راټول شوي چې د بهر ته تګ هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول اسناد نه لري ان تردې چې ‌‌‌‌‌‌ډېریو یې لا تقلبي اسناد جوړ کړي، ‎خو بهرنیو هېوادونو چارواکو ټینګار کړی چې بې اسنادو او له همغږي پرته کسانو ته به د وتلو اجازه ور نه کړل شي.

۴۳ کلن حامد چې د شپږو ماشومانو پلار دی، مني چې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول اسناد نه لري خو غواړي په دې الوتنو کې ورته چانس پیدا شي او له هېواده بهر ووځي: "موږ دلته د خدای په هیله پراته یو، کوم اسناد څه خو نه لرم، دوه زامن او دوه لورګانې مې راسره دي، کابل کې اوسېږو خو اوس غواړم چې بهر ولاړ شو."

‎که څه هم ګڼ شمېر هېوادونو خپلو افغان کارکوونکو ته ویزې ورکړي او ژمنې یې کړي چې خپل وګړي او افغان متحدین او کارکوونکي به یې له افغانستانه باسي.

‎خو د هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ځینو سرچینو چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې همدې تقلب کارانو ګڼه ګوڼه د دې لامل شوې چې د بهرنیو هېوادونو حقیقي کار کوونکي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته د ننوتو چانس ونه مومي او سختو ستونزه سره یې مخ کړي دي.

‎ګډو‌‌‌‌‌‌ډۍ او د خلکو ګڼه ګوڼه همدارنګه د دوی بې نظمه هجوم د دې لامل شوی چې ان د طالبانو او امریکایي ځواکونو له لوري هوایي ‌‌‌‌‌‌ډزې وشي، اوښکې بهوونکی ګاز وشیندل شي او په بېلابېلو نورو لارو خلک ووېرول شي چې نظم جوړ کړي.

‎دغه سرچینې زیاتوي چې ‌‌‌‌‌‌ډیری خلک په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان په ګڼه ګوڼه او بې نظمۍ کې تر پښو لاندې شوي او ژوبل شوي دي.

‎پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې کله کله طالب وسله وال د سیمه د نظم جوړولو لپاره له وهلو ‌‌‌‌‌‌ډبولو کار اخلي .

‎ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلي خو تر دې دمه دوی ځواب نه دی ورکړی.

‎مخکې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبري ناستې پرمهال خلکو ته وویل چې هېڅ څوک دې چېرې نه ځي او دوی به له هېڅ چا سره کار ونه لري او هغوی ته یې د امنیت‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.

‎اوس ۵۲۰۰ امریکایي سرتیري په هوایي ډګر کې دي او د طالبانو ډېری وسله وال بیا له ‌‌‌‌‌‌ډګره بهر سیمې کنټرولي.

‎د متحده ایالاتو ولسمشر ټینګار کړی چې عملیات به تر هغې روان وي چې ټول امریکایان او د هغوی متحدین له سیمې نه وایستل شي.

‎امریکا، ایټالیا، اوکراین، اسټرالیا، کانا‌‌‌‌‌‌ډا، المان او یو شمېر نور هغه هېوادونه دي چې په دې وروستیو کې یې خپلو افغان کار کوونکو او همکارانو ته د زرګونو ځانګړو ویزو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG