د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

افغان سیاسیون: طالب مشرانو سره سلا مشورې شوي، خو اساسي خبرو ته نه یو ننوتي


عبدالله عبدالله او حامد کرزی
عبدالله عبدالله او حامد کرزی

په داسې حال کې چې طالبان اوس مهال له پنجشیر پرته پر ټول افغانستان ولکه لري په کابل کې یو شمېر سیاسیونو او پخوانیو افغان چارواکو د طالب مشرانو سره د دې هېواد د راتلونکي نظام او سولې په اړه خبرې پیل کړي.

له تېرو پنځو ورځو راهیسې سیاسي برخلیک نامعلوم دی، دې حالت ته په کتو سره د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بېګاه ناوخته په یوې ګډ ویډویي پیغام کې وویل چې له طالب مشرانو سره یې سلا مشورې کړي، خو اساسي خبرو ته نه دي ننوتي.

نوموړو همدا راز د افغانستان یوازينی هغه ولایت ته چې د طالبانو تر واک لاندې نه دی سفر کړی.

د دوړاو له لوري په خپرو شوېو اعلامیو کې ویل شوي چې راتلونکي ټول شموله نظام لپاره خبرو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې له پنجشیر پرته ټول ولایتونه د طالبانو په لاس کې دي.

له بلې خوا د افغانستان یو شمېر سیاسي رهبران له تیرو شپږو ورځو راهېسې په اسلام اباد کې دي.

محمد محقق، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او یو شمېر نورو په خپلو جلا-جلا اعلامیو کې ویلي چې د افغانستان د راتلونکي نظام او سولې په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

د دوی له لوري په خپره شوېو اعلامیو کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې خبرې پيل کړي او افغانان د یوې هر اړخیزې سولې خاوندان کړي.

په ورته مهال طالبانو هم په راتلونکي د یو هر اړخیز نظام په جوړېدو ټینګار کړی.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې هر څه له نوي پیل شوي او باید د افغانستان د قضیې ښکېلې خواوې تېر په هېر او راتلونکي ته کار وکړي.

طالبانو د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د کابل په ګډون د افغانستان زیات ولایتونو تر خپلې ولکې لاندې او د جګړې د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG