د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

له کابله د افغانانو وتل؛ افغان فوټبالر ذکي انوري هم وژل شوی


امریکايي الوتکه
امریکايي الوتکه

د افغانستان د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې یو لوبغاړی ذکي انوري په هغې امریکايي پوځي الوتکه کې د پټېدو د هڅې پرمهال مړ شوی چې له کابله یې خلک بهر لېږدول.

۱۹ کلن انوري د اګست پر ۱۶مه تر هغې وروسته ومړ چې هغه د امریکا د هوايي ځواک په سي-۱۷ جېټ الوتکه پورې د ځان نښلولو هڅه وکړه.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د نوموړي مړینه تایید کړې، خو د انوري د مړینې څرنګوالي په اړه ضد و نقیص رپورټونه دي.

ځینې رپورټونه وايي چې هغه له الوتکې تر پرېوتو وروسته ومړ ځینې نور بیا وايي چې د هغه د وجود برخې د الوتکې د ټایر په برخه کې موندل شوې دي.

د انوري په مړینې باندې ګڼو خلکو په خواله رسنیو خواشیني ښودلې.

د امریکا هوايي ځواک د هغه پرواز په اړه پلټنې کوي چې په کې افغان ملکي وګړو د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیولو وروسته له هېواده د تېښتې په موخه په سي-۱۷ الوتکې پورې د نښلېدو هڅه وکړه.

په هغه الوتکه کې شااوخوا ۶۴۰ افغان او امریکايي ملکي وګړي سپاره ول او په هېواد کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په حال کې یې پرواز وکړ.

هغه مهال د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ننوتي افغانان د الوتکې شااوخوا ورغونډ شوي ول.

سي-۱۷ الوتکه چې په قطر کې ښکته شوه نو د پېښې په ځای کې یې د انساني وجود برخې وموندل شوې.

XS
SM
MD
LG