سږکال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو ۱۰۲ یمه کالیزه په داسې مهال راځي چې تازه څو ورځې وړاندې طالبانو په افغانستان کې د قدرت چارې په لاس کې واخېستې.
خوست په کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې واک په کې په سوله ییزه توګه طالبانو ته انتقال شو.
د واک د سپارلو څخه یې نن څلورمه ورځ تیریږي، خو لا هم د دې ولایت د طالب چارواکو په وینا ښار په بشپړ ډول نه دی تصفیه شوی او د ښار د خوندیتوب لپاره یې کار پیل کړی.
طالبانو رسنیو ته په استولې یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی اړوند ځانګړي نظامي قطعات تېره شپه ښار ته داخل شوي او د هغو کسانو پر وړاندې عملیات کوي چې په ښار کې د غلاوو او چور تر څنګ ګډوډیو ته لمن واهي.
د سوله ییز انتقال او بیا په ښار کې د ګرځ بندیز لګېدو که له یوې خوا د خلکو په کاراوبار اغېز کړی، له بلې خوا یې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د ۱۰۲ یمې کالیزې مراسم هم له خنډ سره مخ کړل.
د راپورونو او مشاهدو له مخې خوست یو له هغو ولایتونو شمېرل کیږي چې په ملي ، مذهبي او نورو ځانګړو ورځو کې د ځایي ادارو تر څنګ د عامو خلکو له لوري جشنونه نیول کېږي او دا ورځې په ډېر جوش سره نمانځي.
خو دا ځل ښار تړلی دی او ښار ته په داخلېدونکو ټولو لارو کې طالبان ولاړ دي، دوی له ناروغانو او ځانګړو کسانو پرته هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د خوست ښار ته داخل شي.
د خپلواکۍ د ورځې د نه نمانځنې تر څنګ سوله ییز انتقال او په ښار کې ګرځبندیز د خلکو ژوند او د سوداګرو کاروباز هم اغېزمن کړی.
رحمت الله په خوست ښار کې د هغې واورې پلورونکی دی چې په ژمي کې یې راټوله کړې او ذخیره کړې وه، څو د اوړي په موسم کې یې په خلکو وپلوري.
دی وایي، د وضعیت په بدلېدو سره یې کاروباز اغېزمن شوی او په ښار کې د ګرځبندیز په لګیدو یې د ورځې ګټه د پام وړ کمه شوې ده: "نن ورځې مې بیخې سودا ونه شوه، ځکه چې ښار مکمل بند شوی دی هېڅوک نشته، بس دا واوره ده همداسې پرته ده، مخکې به دوو یا درېیو ورځو کې مکمل موټر خرڅېده اوس یې دا دی هېڅ شی نه دی خرڅ شوی، نو که همداسې دوام وکړي، کیدای شي یو لس پنځلس زره افغانۍ تاوان وکړي."
امیرګل د هنډوانو بل کاروباري دی چې نن ورځ ېې ګټه وټه کمه وه او لامل یې هم په ښار کې د خلکو په ګرځیدو د بندیز لګیدل په ګوته کوي: "خلک نشته، بس موږ هم ناست یو، مخکې ډېر ښه و دا کاروبار څلور میاشتې کېږي، دا هنډوانې خرڅوم، نن سبا ورځو کې خلک نشته، نو کاروبار هم کمزوری شوی دی."
د خوست په څنګ لوري ولایت پکتیا کې هم نن ورځ ځوانانو د ازادۍ ۱۰۲ یمه کالیزې د نمانځنې لپاره تیاری نیولی و چې د یو شمېر ګډونوالو په وینا د طالبانو له لوري یې د مراسمو د نه ترسره کېدو مخه نېول شوې ده.