د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

کرکټ بورډ: افغانستان پاکستان سره سیالیو ته چمتووالی نیولی


کرکټ
کرکټ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغانستان له پاکستان سره د درې پنځوس اووره سیالیو لپاره چمتووالی نیولی دی.

د کرکټ بورډ د ویاند فرید هوتک په وینا د کابل له نړیوال هوايي ډګره د الوتنو له پیلېدو سره سم به افغان لوبډله سریلانکا ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سریلانکا پخوانی لوبغاړی اویشکا ګنوردنې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهني روزونکی وګمارل شو.

۴۴ کلن اويشکا د سرېلانکا لپاره ۶۱ نړيوالي يو ورځنۍ لوبې کړي دي.

XS
SM
MD
LG