د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

کندهار ته د طالبانو تللی سیاسي پلاوی: د منلي نظام د جوړولو لپاره هڅې کوو


کندهار ته د طالبانو تللی سیاسي پلاوی
کندهار ته د طالبانو تللی سیاسي پلاوی

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی ملا خیرالله خیرخوا وايي، افغانانو او نړیوالو ته د یوه منلي نظام او ښې حکومتوالۍ د جوړولو لپاره یې په کندهار کې له ځايي مشرانو سره سلا مشورې پیل کړي دي.

د طالبانو مرستیال او په دوحه کې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د دې دفتر نور غړي ملا عبدالحکیم اخند، ملا فاضل، ملا خیرالله خیرخواه او ملا عبدالسلام حنفي د سې شنبې په ماښام کندهار ته ورسېدل.

له دې طالب مشرانو څخه ملا خیرالله خیرخوا او ملا عبدالسلام حنفي کندهار ته د رسېدو څو ساعته وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د راتلونکي نظام د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

ملا خیرالله خیرخوا وویل چې د افغاني او اسلامي اصولو په رڼا کې نړیوالو ته د یوه منلي نظام د جوړولو لپاره هڅې کوي: "څه چې خلک بیانوي لکه د بشر حقوق، دې ته موږ ژمن یو، موږ د افغاني دودونو په رڼا کې او د اسلامي اصولو په رڼا کې او هر هغه څه به هم وړاندې شي چې نړۍ په هغه باندې خپل رضایت وښيي، تراوسه چې څه روان دي ستایل شوي دي او انتقادونه کم شوي، امید لرو چې نور هم په ښه توګه مخته ولاړ شو."

ملا خیرالله خیرخوا وویل چې دوی په راتلونکي حکومت کې د ګډون لپاره مسلکي کدرنو ته اړتیا لري او د یوې ښې حکومتوالۍ د جوړولو لپاره یې په کندهار کې له ځايي مشرانو سره سلا مشورې پیل کړي دي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو بل غړي ملا عبدالسلام حنفي وویل چې دوی د غچ اخېستو په فکر کې نه دي او د دولتي کار کوونکو او د بهرنیو ځواکونو د همکارانو په ګډون به هېچا ته هم زیان ونه رسېږي.

هغه له ټولو افغانانو وغوښتل چې له هېواده د وتلو اراده دې نه کوي او له دوی سره دې په ګډه د هېواد د جوړولو لپاره همکاري وکړي: "موږ د نورو څخه د انتقام اخیستلو لپاره نه یو، زما هیله له ټولو افغانانو دا ده چې نور خپل ځانونه ستړي نه کړي او له هېواده بهر ولاړ نه شي، لکه ګاونډیو هېوادونو ته، اروپايي هېوادونو ته او یا هم نورو ته. ټول باید په خپل ګران هېواد کې پاتې شي او خدمت وکړي، موږ به ټوله انشاالله په ګډه خپل هېواد جوړ کړو."

ښاغلي حنفي په کابل کې د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح هغه ادعا ته چې ځان د افغانستان مشروع سپرست بولي وویل چې په افغانستان کې نور د جګړې او تاوتریخوالي دوره پای ته رسېدلې او هېڅوک دې د جګړې اعلان نه کوي.

XS
SM
MD
LG