د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

خوست کې د موبایل کریډیټ کارتونو نشتون خلک ستونزو سره مخ کړي


د موبایل کارتونه
د موبایل کارتونه

په خوست کې د طالبانو واکمنېدو وروسته د یو شمېر مخابراتي شرکتونو خدمات ټکني شوي او د ښار په زیاتره هټیو کې د یو شمېر شبکو د سیم کارتونو لپاره کرېډېټ کارتونه ختم شوي دي.

کمال شهزاده په خوست کې د یوې لېسې ښوونکی دی.

نوموړی وایي، له تېرې ورځې راهیسې یې په ټیلیفون کې د غږیزو اړیکو د نیولو لپاره حساب ختم شوی او لا تراوسه نه دی توانیدلی چې د کلي او د ښار په یو شمېر هټیو کې کرېډېټ کارت پيدا کړي.

دی وایي، د کرېډېټ کارتونو د نه پيدا کېدو له امله دی او نور عام خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي: "بیخي ډېر مشکلات یې پیدا کړي دي، له پرون ورځې راهیسې زه د کلي او د ښار په دوکانونو کې ګرځم تر اوسه ایزي لوډ 'ډیجیټل یا له کرېدېټ کارت پرته د ټیلیفون له لارې حساب زیاتونه' او نه هم کرېډېټ کارت پیدا کولی شم، نو زموږ غوښتنه له چارواکو دا ده چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره کړي."

دوی وایي، په یو شمېر هغو هټیو کې چېرته چې د مخابراتي شبکو کرېډېټ کارټونه د لاسرسي وړ دي، بیې یې له اصلي قیمت پورته شوي دي.

خلک وایي، د دې کارتونو د کمېدو دا ستونزه په دې ولایت کې د صرافانو او بانکونو د بندېدو له امله رامنځته شوې.

په خوست ولایت کې د صرافانو د اتحادیې مشر نظیف الله ورین ازادي راډیو ته وویل چې د خوست او کابل ترمنځ په لویه لاره کې د وروستیو بدلونونو پرمهال د لارې د نه خوندیتوب او د بانکونو د بندیدو له امله په دې ولایت کې د مخابراتي شبکو کرېډېټ کارتونه ختم شوي دي.

ورین زیاته کړه: "ستونزه دا ده چې پیسې کومه دي موږ یې خلکو پسې نه شو رسولی، ځکه لویې لارې لا هم امن نه دي او خلک چې ځینې په فزیکي ډول پیسې او کارتونه انتقالوي او ډېر یې له بانکونو له لارې انتقالوي نو دواړه بند دي، انشاء الله دا ستونزه به تر ‌‌ډېره نه وي او کله چې لارو امنیت خوندي شي، بانکونه خلاص شي نو صرافۍ به هم خلاصې او دا مشکل به حل شي."

دی وایي، ډاډمن دی چې په همدې نږدې ورځو کې به د لویو لارو امنیت خوندي شي، بانکونه او د صرافۍ هټۍ به خلاصې شي چې له دې سره به د کرېډیټ کارتونو د اخېستلو او له مرکز کابله ولایتونو ته د لېږد پروسه خوندي او چټکه شي.

یوازې خوست نه، بلکې د خوست په ګاونډي ولایت پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلک له ورته ستونزو سره مخ شوي دي.

له دې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې طالب چارواکو د لویو لارو په ګډون په ښارونو کې د دفترونو، ادارو او د سوداګریزو مرکزونو ترڅنګ د بانکونو او صرافیو د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG