د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

بایډن: د کرونا واکسینونو ترلاسه کولو وروسته د تقویتي واکسین سپارښتنه کیږي


ولسمشر بایډن
ولسمشر بایډن

د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره غواړي اعلان وکړي چې ټول امریکایان باید د کرونا ویروس ضد بشپړ واکسینونو ترلاسه کولو اته میاشتې وروسته تقویتي واکسین وکړي.

د راپور له مخې، روغتیايي چارواکو ویلي چې تقویتي ډزونه ځکه اړین دي چې ډېلټا واریانټ ویروس ډېر ژر اخېستل کېږي او شواهد شته چې د مخکې واکسینونو اغېز ورباندې د وخت په تېرېدو کمېږي.

لومړي تقویتي ډوزونه به هغو کسانو ته ورکړل شي چې په روغتیايي برخه کې کارکوي او وروسته به د لوی عمر کسانو ته ورکړل شي.

اټکل کېږي چې دا تقویتي واکسین له سېپټمبرمیاشتې پيلېدای شي.

تېره اوونۍ د امریکا د درملو ادارې تقویتي واکسین تایید کړ.

د کرونا ویروس ډېلټا واریانټ بڼه په امریکا کې د نوېو ثبت شوېو پېښو لامل بلل شوی که څه هم شپېته فیصده وګړي بشپړه واکسین شوي دي.

اکثریت مثبتې پېښې او مړینې د هغو کسانو دي چې نه دي واکسین شوي، خو ویل کېږي چې لومړي دوه ډوزه واکسین د دې ویروس پر وړاندې بیا هم اغېزمن ثابت شوی دی.

د تقویتي واکسینونو خبره داسې مهال کېږي چې د جو بایډن اداره نه ده توانېدلې د امریکا نیمايي نفوس قانع کړي چې باید واکسین وکړي.

ویل کېږي دا کاربه نورهم ستونزمن شي که لومړي دوه ډوزه واکسینو اغېز کم شي او د تقویتي واکسین اړتیا شي.

تر امریکا مخکې اسراییل دوې اوونۍ وړاندې د لوی عمر کسانو ته تقویتي واکسین پیل کړل.

اسراییل د نړۍ له هغو هېوادونو څخه وو چې تر ټولو زیات نفوس یې د کووېډ-۱۹ پر وړاندې واکسین شوي دي، خو په دې وروستیو کې په دې هېواد کې د ډېلټا واریانټ نوې پېښې مخ په زیاتېدو دي.

د اسراییل نوي معلومات ښيي چې فایزر واکسین په لوی عمر کسانو کې یوازې ۵۵ فیصده اغېزمن وو چې په جنورۍ میاشت کې بشپړه واکسین شوي وو.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG