د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

بایډن: کله چې افغان مشران تسلیمیږي امریکا دوی لپاره جګړه مخته نه شي وړلی


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، په افغانستان کې صحنې دردونکې دي او پېښې له تصوره لېرې پېښې شوي، خو دی له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کوي.

بایډن زیاته کړه: "زه په کلکه د خپلې پرېکړې تر شا ولاړ یم. له شلو کلونو وروسته ما سخته لار زده کړې چې هېڅکله هم د ځواکونو د ایستلو لپاره مناسب وخت نه و راغلی."

ولسمشر بایډن دغه څرګندونې په چټکۍ پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تېره شپه له سپینې ماڼۍ ملت ته په وینا کې وکړې او ویې ویل، د طالبانو پر وړاندې د جګړې د ګټلو لپاره یې ټول امکانات د افغانستان پوځ ته ورکړي، خو هغوی جګړه ونه کړه.

بایډن وویل: "د افغانستان سیاسي مشران تسلیم شول او له هېواده وتښتېدل. د افغانستان پوځ دړې وړې شو. امریکایي ځواکونه نه شي کولای او باید هم هغه جګړه مخ ته یونه سي او په کې مړه نه شي چې افغان ځواکونه د خپل ځان لپاره جګړه نه شي کولای."

بایډن وویل چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې د ګټلو لپاره یې ټول امکانات د افغانستان پوځ ته ورکړي، خو هغوی جګړه ونه کړه.
بایډن وویل چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې د ګټلو لپاره یې ټول امکانات د افغانستان پوځ ته ورکړي، خو هغوی جګړه ونه کړه.

ولسمشر بایډن وویل، موږ څه باندې یو تریلیون ډالره ولګول.

د افغانستان وسله وال ځواکونه مو وروزل او تجهیز مو کړل چې شمېر یې له درې لکو اوښتی او ټول امکانات مو چې ورته یې اړتیا درلوده ورکړل، څو خپله راتلونکی وټاکي، خو دا شی چې موږ به د دوی د راتلونکي لپاره جنګیږو، دا کار موږ نه شوای کولای.

ولسمشر بایډڼ وویل، په افغانستان کې د امریکا ګټې تل پر دې څرخېدې چې د امریکا پر خاورې له دې هېواده د تروریستي بریدونو مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړه، د امریکا هدف په افغانستان کې هېڅکله هم د ملت جوړونې نه وو.

طالبانو په تېره څه باندې یوه اوونۍ کې د ولایتونو د پرله پسې لاندې کولو وروسته د تېرې یکشنبې په ورځ کابل ونیو، د افغانستان حکومت ړنګ شو او ولسمشر اشرف غني هم له هېواده وتښتېد.

کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته په زرګونو افغانانو د کابل هوایي ډګر ته مخه کړه چې له هېواده ووځي.

په هوایي ډګر کې د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې او ګډوډیو له امله د څو تنو د مړه کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن طالبانو ته سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که د امریکا پر پوځي پرسونل برید وکړي یا د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو لپاره پوځي عملیات مختل کړي، د امریکا له چټک او پیاوړي غبرګون سره به مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG