د جرمني د فوټبال یو ستوری ګرد مولر پرون د ۷۵ کلونو په عمر ومړ.
مولر چې په "بم غورځوونکي" هم مشهور و د بایرن مونیخ او د جرمني د ملي لوبډلې لوبغاړی و.
ده د ۱۹۶۴ او ۱۹۷۹ کلونو ترمنځ موده کې بایرن مونیخ لوبډلې ته ۵۶۶ ګولونه ووهل.
مولر د ۱۹۷۴ کال په نړیوال جام کې د هالند په وړاندې د اتلولۍ ګول هم وواهه او بیا له تقاعد وروسته هم له بایرن مونیخ سره د روزونکي په توګه پاتې شو.