د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰
ارګ ته یو شمېر ننوتلي وسله‌وال طالبان
ارګ ته یو شمېر ننوتلي وسله‌وال طالبان

افغانستان کې سیاسي او امنیتي بدلون

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله یوه لنډه وېډیو کې ښاغلي غني ته د پخواني جمهور رئیس خطاب کړی او زیاتوي، دا چې په داسې یو وضعیت کې یې خلک او وطن پرېښود، خدای دې ورسره حساب وکړي. ښاغلي عبدالله له خلکو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ومنله چې جمهور رئیس غني افغانستان ترک کړی دی.

هغه یوه لنډه وېډیو کې ښاغلي غني ته د پخواني جمهور رئیس خطاب کړی او زیاتوي، دا چې په داسې یو وضعیت کې یې خلک او وطن پرېښود، خدای دې ورسره حساب وکړي.

ښاغلي عبدالله له خلکو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي او پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو یې غږ کړی چې د خلکو ژوند او مال خوندي کړي.

دا وېډیو د هغه په رسمي فېسبوک‌پاڼه خپره شوې ده.

۲۰:۵۶ ۲۴.۵.۱۴۰۰

افغانستان: د هوکړې له مخې واک په سوله‌ییز ډول عبوري حکومت ته انتقالېږي

وروسته له هغې چې له کابل پرته طالبانو د ټول افغانستان د نیولو ادعا وکړه، افغان حکومت او طالبان دواړه په کابل ښار د حملې نه‌کولو ډاډ ورکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یکشنبې په ورځ په یو وېډیويي پيغام کې ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د کابل ښار د امنیت د خوندي کولو په موخه ځای پر ځای شوي او خلک دې هېڅ تشویش نه‌کوي.

عبدالستار میرزکوال ویلي چې د سوله‌ییز واک د انتقال پر سر خبرې روانې دي، خو نه‌یې دي ویلي چې کله او چا ته به واک انتقال شي: "د ښار مصونیت تضمین ده، په ښار حمله نه‌کېږي، هوکړه دا ده چې یوې عبوري ادارې ته به په سوله‌ییزه توګه واک انتقالېږي، د ښار امنیت زموږ مسؤلیت دی، په ټول قوت به‌یې ساتو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال

ښاغلي میرزکوال خبرداری ورکړ، هر هغه څوک چې د ښار د بې‌نظمۍ لامل ګرځي، جدي چلند به ورسره کېږي.

په ورته وخت کې طالبانو خپلو جنګیالو ته سپارښتنه کړې چې کابل ښار ته داخل نه‌شي.

دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی په کابل ښار د حملې پلان نه‌لري.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي: "څو د انتقال پروسه په باامنه او اطمیناني توګه تکمیل شي، د هېچا سر، مال او عزت ته په‌کې زیان ونه‌رسېږي او د کابل ښاریانو ژوند هم له کومې ستونزې او خطر سره مخ نه‌شي."

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې په راتلونکي اسلامي نظام کې به ټول افغانان، بېلابېل جهتونه او قشرونه ځان وګوري یو داسې با مسؤلیته حکومت ولرو چې د ټولو لپاره خدمتګار او د منلو وړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن جلال‌اباد، خوست، میدان وردګ او بامیان ولایتونه ونیول او ځانونه‌یې د کابل تر دروازو راورسول.

۲۱:۰۴ ۲۴.۵.۱۴۰۰

پاکستان د تورخم لاره وروسته له هغې وتړله چې طالبانو ونیوله

پاکستان ویلي چې د تورخم لاره‌یې وروسته له هغې چې طالبانو پرې کنټرول ټینګ کړ، بنده کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد نن وویل، د تورخم د لارې د تړلو پرېکړه‌یې د افغانستان لوري ته د رامنځته شوي اضطراري حالت له امله کړې ده.

ارشیف، تورخم دروازه

هغه د پاکستان جیو ټلوېزیون ته وویل چې دا کرښه‌یې وروسته له هغې وتړله چې افغان پولیس طالبانو ته تسلیم شول.

پاکستان له دې مخکې ویلي چې په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو له امله نور افغان کډوال نه‌شي منلی.

۲۱:۱۱ ۲۴.۵.۱۴۰۰

لوېدیځ هېوادونو له افغانستانه د خپلو سفارتونو د کارکوونکو ایستل چټک کړي

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د چټک پرمختګ په ترڅ کې د کابل تر دروازو پورې رسېدلي، لوېدیځ هېوادونو له دې هېواده د خپلو سفارتونو د کارکوونکو ایستل چټک کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې امریکایي چارواکو ویلي چې له سفارته‌یې ډیپلوماتان په هلیکوپټرو کې د کابل هوایي ډګر ته لېږدول کېږي او دغه‌راز کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې د امریکایي بیرغ او نښان په څېر مهم مواد چې کېدای شي ورڅخه د تبلیغاتو لپاره ناوړه ګټه واخیستل شي، له‌منځه یوسي.

جرمني، ایټالیا او د اروپایي ټولنې یو شمېر نورو غړو هېوادونو او بریتانیا هم له کابله د خپلو ډیپلوماتانو او د سفارتونو د نورو کارکوونکو د ایستلو هڅې چټکې کړې دي.

ارشیف

د بریتانیایي رسنیو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د دې هېواد سفیر به هغو اندېښنو ته په پام چې ښایي طالبان په چټکۍ د کابل هوایي ډګر ونیسي، سبا دوشنبه له دې هېواده وباسي.

د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستانه په مصون ډول د خپلو ډیپلوماتانو د ایستلو لپاره د کابل هوایي ډګر ته د یو شمېر ځواکونو د استولو خبره کړې چې په دې ترڅ کې د امریکایي درې زره سرتېرو لومړنۍ ډله پرون کابل ته ورسېده.

۲۱:۲۴ ۲۴.۵.۱۴۰۰

افغان او طالب چارواکي: پر کابل ښار به برید نه کېږي

د افغان حکومت او طالبانو لوړپوړي چارواکي وايي چې پر کابل به بریدونه ونه‌کړي او په سوله‌ییز ډول د واک لېږد لپاره خبرې روانې دي.

د کابل ښار یوه څنډه

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی چې وضعیت په بشپړ ډول د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

د دغه وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال نن رسنیو ته په یو لېږلي پیغام کې وویل چې د کابل ښار امنیت نیول شوی: "پر کابل ښار به حمله ونه‌شي، هوکړه شوې چې واک به په سوله‌ییز ډول یوې عبوري ادارې ته ولېږدول شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر بسم‌الله محمدي د دفاع وزارت له یو شمېر چارواکو او لوی درستیز سره په یو وېډیویي پیغام کې چې رسنیو ته‌یې استولی ویلي چې افغان ځواکونه د کابل ښاریانو دفاع ته چمتو دي.

نوموړي وویل چې له دوی سره نړیوال ځواکونه هم د امنیت ټینګښت ته چمتو دي: "زه د افغانستان د دولت او دفاعي او امنیتي ځواکونو په استازیتوب ډاډ درکوم چې سولې ته تر رسېدو پورې د کابل ښار امنیت خوندي دی او تاسې ډاډه واوسئ."

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز هیبت‌الله علیزی په دغه وېډیويي کې ډاډ ورکوي، هغو کسانو سره به جدي چلند وشي چې ښار کې ګډوډي رامنځته کړي.

وروسته له هغه چې طالبانو د کابل او پنجشېر پرته د افغانستان ډېری ولایتونه ونیول د کابل د امنیت په اړه جدي اندېښنې مطرح شوي.

تر دې وړاندې د کابل ښار په یو شمېر برخو کې د ډزو راپورونه ورکړل شوي.

طالبانو په یو بیان کې ویلي چې کابل ګڼ مېشتی ښار دی او هغوی په زور او جنګ د ننوتو پلان نه‌لري.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "موږ پر کابل د عملیاتو پلان نه‌لرو، په هغه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، روښانه شوې چې د کابل مسئله به د خبرو له لارې هواره شي."

د طالبانو د اعلامیې پر بنسټ، د واک د لېږد تر پایه پورې، حکومت په دغه ښار کې د امنیت د ټینګښت مسؤل دی.

په اعلامیه کې دغه‌شان ویل شوي چې د دولت ټول ملکي او پوځي کارکوونکي عفوه شوي، خپلو دندو ته دې دوام ورکړي او هڅه دې نه‌کوي چې له هېواده ووځي.

طالبانو نن، له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو یوازې څو اوونۍ مخکې د افغانستان لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه دغه هېواد پرېږدي، د امریکا جمهور رئیس جو بایډن له افغانستانه د پاتې امریکايي ځواکونو او ډیپلوماتانو د ایستلو لپاره دغه هېواد ته د پنځه زرو نورو ځواکونو د استولو دستور ورکړی دی.

په ورته وخت کې، جرمني هم د خپلو کار کوونکو د لېږد لپاره کابل ته خپلې پوځي ټرانسپورتي الوتکې لېږلې دي.

د جرمني دي پي اې خبري اژانس راپور ورکړی چې په دې مأموریت کې د جرمني سفارت سیمه‌ییز کارکوونکي هم شامل دي.

د ایټالیا ورځپاڼو هم راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سفارت کارکوونکي د لېږد لپاره د کابل هوايي ډګر ته انتقال شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د سفارت ۵۰ ایټالیوي او ۳۰ افغان کارکوونکي یې له خپلو کورنیو سره د الوتنې لپاره د کابل په هوايي ډګر کې دي. دا خبره د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت هم تأييد کړې ده.

د چک حکومت چارواکو هم، یو داسې پروګرام تصویب کړی چې له مخې به‌یې، په کابل کې خپل افغان کارکوونکي وباسي.

د چک حمهوریت همدا اوس خپل ډیپلوماتان له سفارته د کابل هوايي ډګر ته انتقال کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG