د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲
ارګ ته یو شمېر ننوتلي وسله‌وال طالبان
ارګ ته یو شمېر ننوتلي وسله‌وال طالبان

افغانستان کې سیاسي او امنیتي بدلون

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله یوه لنډه وېډیو کې ښاغلي غني ته د پخواني جمهور رئیس خطاب کړی او زیاتوي، دا چې په داسې یو وضعیت کې یې خلک او وطن پرېښود، خدای دې ورسره حساب وکړي. ښاغلي عبدالله له خلکو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ومنله چې جمهور رئیس غني افغانستان ترک کړی دی.

هغه یوه لنډه وېډیو کې ښاغلي غني ته د پخواني جمهور رئیس خطاب کړی او زیاتوي، دا چې په داسې یو وضعیت کې یې خلک او وطن پرېښود، خدای دې ورسره حساب وکړي.

ښاغلي عبدالله له خلکو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي او پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو یې غږ کړی چې د خلکو ژوند او مال خوندي کړي.

دا وېډیو د هغه په رسمي فېسبوک‌پاڼه خپره شوې ده.

۰۸:۵۶ ۲۵.۵.۱۴۰۰

د بریتانیا صدراعظم: هېوادونه دې د طالبانو له رسمیت پېژندلو ډډه وکړي

د بریتانیا صدراعظم وایي، هېڅ هېواد باید طالبان د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت ونه‌پېژني.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د بریتانیا صدراعظم وایي، هېڅ هېواد باید طالبان د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت ونه‌پېژني.

بورېس جانسون وویل، دا واضح ده چې طالبان به ډېر ژر افغانستان کې خپل نوی دولت اعلانوي.

جانسون له لندنه په یوه وېډیویي پیغام کې ویلي: "موږ نه‌غواړو چې څوک دې طالبان په دوه اړخیز ډول په رسمیت وپېژني، موږ غواړو چې د امکان تر حده د خپلو همفکرو په منځ کې په دې اړه واحد دریځ ولرو، موږ باید هر کار ترسره کړو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو د ودې په ځای بدل نه‌شي."

د بریتانیا صدراعظم د خپل هېواد پارلمان هم د اوړي له رخصتیو راغوښتی چې ژر تر ژره د افغانستان په اړه بحث وکړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

ده دغه‌راز د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه هم وکړه.

بریتانیا له افغانستانه د خپلو درې زره اتباعو د ایستلو لپاره شااوخوا شپږ زره سرتېري ګمارلي او دوی ویلي چې د سفارت ډېره برخه کارکوونکي هم هېواد ته ستنوي.

بل لور ته بیا ناټو ویلي چې کابل کې خپل سیاسي مأموریت ساتي او د کابل هوایي ډګر په فعاله پاته کېدو کې هم ونډه اخلي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د افغانستان د وضعیت په اړه‌یې د بریتانیا له صدراعظم او د کاناډا، ډنمارک او هالند له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړې دي.

د ناټو عممومي منشي ینس سټولتنبرګ

پر دې سربیره استونیا او ناروې هم پرون د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د افغانستان په اړه غونډه ترسره کړي.

روسیې هم ویلي چې د افغانستان په تړاو یوه بېړنۍ غونډه جوړوي.

نړیوال د افغانستان په اړه دا بحثونه داسې مهال کوي چې طالبانو د ولایتونو له سقوط وروسته کابل ته مخه کړې او تېر ماخوستن‌یې وسله‌وال د ارګ په دننه کې هم لیدل شوي دي.

۰۸:۵۵ ۲۵.۵.۱۴۰۰

بلېنکن: که طالبان نړیوال رسمیت غواړي، باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، که طالبان په نړیوالو توګه د رسمیت پېژندلو غوښتنه لري، باید د افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

بلېنکن دا خبرې پرون په واشنګټن کې له (اې.بي.سي) نیوز ټلوېزیون سره د مرکې پر مهال وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

بلېنکن زیاتوي: "که طالبان رښتیا هم منل او نړیوال رسمیت پېژندل غواړي او هیله لري چې ملاتړ یې وشي او بندیزونه ترې لیرې شي باید د خلکو اساسي او بنسټیز حقونه مراعات کړي. که دوی په واک کې وي او دا کار ونه‌کړي، فکر کوم افغانستان به په یوه منفور هېواد بدل شي."

دا څرګندونې وروسته تر دې کېږي چې په دې وروستیو کې له ځینو ولایتونو د طالبانو د بشري سرغړونو راپورونه خپاره شول.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم خپل وروستي راپور کې دې سرغړونو ته اشاره کړې وه، خو طالبانو دا راپور په کلکه رد کړ.

۰۸:۵۴ ۲۵.۵.۱۴۰۰

طالبان کابل ښار ته له ننوتو وروسته ارګ ته دننه شول

طالبان کابل ښار ته له ننوتو وروسته بېګا ماخوستن ارګ ته دننه شول.

الجزیزې ټلوېزیون د هغې غونډې وېډيو په ژوندۍ بڼه خپره کړه چې د محمد اشرف غني یو ځانګړی ساتونکی طالبانو ته د ارګ د سپارلو په اړه خبرې کوي.

ارګ ته دننه شوي یو شمېر وسله‌وال طالبان

د ښاغلي غني دا ساتونکی چې نوم‌یې راپورونو کې جنرال امین یاد شوی وایي چې له ارګه وته، خو د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ترې وغوښتل چې ارګ کې پاته شي.

دې غونډه کې د طالبانو یو چارواکی له خپلو وسله‌والو ساتونکو سره لیدل کېږي چې په ګلخانې ماڼۍ کې د محمد اشرف غني له ساتونکي سره په ګډه خبرې کوي.

۲۱:۲۴ ۲۴.۵.۱۴۰۰

افغان او طالب چارواکي: پر کابل ښار به برید نه کېږي

د افغان حکومت او طالبانو لوړپوړي چارواکي وايي چې پر کابل به بریدونه ونه‌کړي او په سوله‌ییز ډول د واک لېږد لپاره خبرې روانې دي.

د کابل ښار یوه څنډه

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی چې وضعیت په بشپړ ډول د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

د دغه وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال نن رسنیو ته په یو لېږلي پیغام کې وویل چې د کابل ښار امنیت نیول شوی: "پر کابل ښار به حمله ونه‌شي، هوکړه شوې چې واک به په سوله‌ییز ډول یوې عبوري ادارې ته ولېږدول شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر بسم‌الله محمدي د دفاع وزارت له یو شمېر چارواکو او لوی درستیز سره په یو وېډیویي پیغام کې چې رسنیو ته‌یې استولی ویلي چې افغان ځواکونه د کابل ښاریانو دفاع ته چمتو دي.

نوموړي وویل چې له دوی سره نړیوال ځواکونه هم د امنیت ټینګښت ته چمتو دي: "زه د افغانستان د دولت او دفاعي او امنیتي ځواکونو په استازیتوب ډاډ درکوم چې سولې ته تر رسېدو پورې د کابل ښار امنیت خوندي دی او تاسې ډاډه واوسئ."

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز هیبت‌الله علیزی په دغه وېډیويي کې ډاډ ورکوي، هغو کسانو سره به جدي چلند وشي چې ښار کې ګډوډي رامنځته کړي.

وروسته له هغه چې طالبانو د کابل او پنجشېر پرته د افغانستان ډېری ولایتونه ونیول د کابل د امنیت په اړه جدي اندېښنې مطرح شوي.

تر دې وړاندې د کابل ښار په یو شمېر برخو کې د ډزو راپورونه ورکړل شوي.

طالبانو په یو بیان کې ویلي چې کابل ګڼ مېشتی ښار دی او هغوی په زور او جنګ د ننوتو پلان نه‌لري.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "موږ پر کابل د عملیاتو پلان نه‌لرو، په هغه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، روښانه شوې چې د کابل مسئله به د خبرو له لارې هواره شي."

د طالبانو د اعلامیې پر بنسټ، د واک د لېږد تر پایه پورې، حکومت په دغه ښار کې د امنیت د ټینګښت مسؤل دی.

په اعلامیه کې دغه‌شان ویل شوي چې د دولت ټول ملکي او پوځي کارکوونکي عفوه شوي، خپلو دندو ته دې دوام ورکړي او هڅه دې نه‌کوي چې له هېواده ووځي.

طالبانو نن، له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو یوازې څو اوونۍ مخکې د افغانستان لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه دغه هېواد پرېږدي، د امریکا جمهور رئیس جو بایډن له افغانستانه د پاتې امریکايي ځواکونو او ډیپلوماتانو د ایستلو لپاره دغه هېواد ته د پنځه زرو نورو ځواکونو د استولو دستور ورکړی دی.

په ورته وخت کې، جرمني هم د خپلو کار کوونکو د لېږد لپاره کابل ته خپلې پوځي ټرانسپورتي الوتکې لېږلې دي.

د جرمني دي پي اې خبري اژانس راپور ورکړی چې په دې مأموریت کې د جرمني سفارت سیمه‌ییز کارکوونکي هم شامل دي.

د ایټالیا ورځپاڼو هم راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سفارت کارکوونکي د لېږد لپاره د کابل هوايي ډګر ته انتقال شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د سفارت ۵۰ ایټالیوي او ۳۰ افغان کارکوونکي یې له خپلو کورنیو سره د الوتنې لپاره د کابل په هوايي ډګر کې دي. دا خبره د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت هم تأييد کړې ده.

د چک حکومت چارواکو هم، یو داسې پروګرام تصویب کړی چې له مخې به‌یې، په کابل کې خپل افغان کارکوونکي وباسي.

د چک حمهوریت همدا اوس خپل ډیپلوماتان له سفارته د کابل هوايي ډګر ته انتقال کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG