د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

افغان او طالب چارواکي: پر کابل ښار به برید نه کېږي


د کابل ښآر یوه څنډه
د کابل ښآر یوه څنډه

د افغان حکومت او طالبانو لوړ پوړي چارواکي وايي چې پر کابل به بریدونه ونه کړي او په سوله ییز ډول د واک لېږد لپاره خبرې روانې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی چې وضعیت په بشپړ ډول د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

د دغه وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال نن رسنیو ته په یو لېږلي پیغام کې وویل چې د کابل ښار امنیت نیول شوی: "پر کابل ښار به حمله ونه شي، هوکړه شوې چې واک به په سوله ییز ډول یوې عبوري ادارې ته ولېږدول شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي د دفاع وزارت له یو شمېر چارواکو او لوی درستیز سره په یو ویډیویي پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي چې افغان ځواکونه د کابل ښاریانو دفاع ته چمتو دي.

نوموړي وویل چې له دوی سره نړیوال ځواکونه هم د امنیت ټینګښت ته چمتو دي: "زه د افغانستان د دولت او دفاعي او امنیتي ځواکونو په استازیتوب ډاډ درکوم چې سولې ته تر رسېدو پورې کابل ښار امنیت خوندی دی او تاسې ډاډه اوسئ."

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز سید سمیع سادات په دغه ویډیو کې ډاډ ورکوي، هغو کسانو سره به جدې چلند وشي چې ښار کې ګډوډي رامنځته کړي.

وروسته له هغه چې طالبانو د کابل او پنجشیر پرته د افغانستان ډېری ولایتونه ونیول د کابل د امنیت په اړه جدې اندېښنې مطرح شوي.

تر دې وړاندې د کابل ښار په یو شمېر برخو کې د ډزو راپورونه ورکړل شوي.

طالبانو په یو بیان کې ویلي چې کابل ګڼ میشتی ښار دی او هغوی په زور او جنګ د ننوتو پلان نه لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "موږ پر کابل د عملیاتو پلان نه لرو، په هغه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، روښانه شوې چې د کابل مساله به د خبرو له لارې هواره شي."

د طالبانو د اعلامیې پر بنسټ، د واک د لېږد تر پایه پورې، حکومت په دغه ښار کې د امنیت د ټینګښت مسوول دی.

په اعلامیه کې دغه شان ویل شوي چې د دولت ټول ملکي او او پوځي کار کوونکي عفوه شوې، خپلو دندو ته دې دوام ورکړي او هڅه دې نه کوي چې له هېواده ووځي.

طالبانو نن، له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو یوازې څو اوونۍ مخکې د افغانستان لویه برخه تر خپل کنترول لاندې راوسته.

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه دغه هېواد پرېږدي، د امریکا جمهور رییس جو بایډن له افغانستانه د پاتې امریکايي ځواکونو او دپلوماتانو د ایستلو لپاره دغه هېواد ته د پنځه زرو نورو ځواکونو د استولو دستور ورکړی دی.

په ورته وخت کې، جرمني هم د خپلو کار کوونکو د لېږد لپاره کابل ته خپلې پوځي ټرانسپورټي الوتکې لېږلي دي.

د جرمني دي پي اې خبري اژانس راپور ورکړی چې په دې ماموریت کې د جرمني سفارت سیمه ییز کار کوونکي هم شامل دي.

د اېټالیا ورځپاڼو هم راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سفارت کار کوونکي د لېږد لپاره د کابل هوايي ډګر ته انتقال شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د سفارت ۵۰ ایتالیاوي او ۳۰ افغان کارکوونکي یې له خپلو کورنیو سره د الوتنې لپاره د کابل په هوايي ډګر کې دي. دا خبره د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت هم تاييد کړې ده.

د چک حکومت چارواکو هم، یو داسې پروګرام تصویب کړی چې له مخې به یې، په کابل کې خپل افغان کار کوونکي وباسي.

د چک حمهوریت همدا اوس خپل ډپلوماتان له سفارته د کابل هوايي ډګر ته انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG