د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

افغانستان: د هوکړې له مخې واک په سوله ییز ډول عبوري حکومت ته انتقالېږي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال

وروسته له هغې چې له کابل پرته طالبانو د ټول افغانستان د نیولو ادعا وکړه، افغان حکومت او طالبانو دواړه په کابل ښار د حملې نه کولو ډاډ ورکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یکشنبې په ورځ په یو ویډیويي پيغام کې ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د کابل ښار د امنیت د خوندي کولو په موخه ځای پرځای شوي او خلک دې هېڅ تشویش نه کوي.

عبدالستار میرزکوال ویلي چې د سوله ییز واک د انتقال پرسر خبرې روانې دي، خو نه یې دي ویلي چې کله او چا ته به واک انتقال شي: "د ښار مصوونیت تضمین ده، په ښار حمله نه کېږي، هوکړه دا ده چې یوې عبوري ادارې ته به په سوله ییزه توګه واک انتقالېږي، د ښار امنیت زموږ مسوولیت دی، په ټول قوت به یې ساتو."

ښاغلي میرزکوال خبرداری ورکړ، هرهغه څوک چې د ښار د بې نظمۍ لامل ګرځي، جدي چلند به ورسره کېږي.

په ورته وخت کې طالبانو خپلو جنګیالو ته سپارښتنه کړې چې کابل ښار ته داخل نه شي.

دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی په کابل ښار د حملې پلان نه لري .

وړاندې په اعلامیه کې راغلي: "څو د انتقال پروسه په باامنه او اطمیناني توګه تکمیل شي، د هېچا سر، مال او عزت ته په کې زیان ونه رسېږي او د کابل ښاریانو ژوند هم له کومې ستونزې او خطر سره مخ نه شي."

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې په راتلونکي اسلامي نظام کې به ټول افغانان، بېلابېل جهتونه او قشرونه ځان وګوري یو داسې بامسوولیته حکومت ولرو چې د ټولو لپاره خدمتګار او د منلو وړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن جلال اباد، خوست، میدان وردګ او بامیان ولایتونه ونیول او ځانونه یې د کابل تر دروازو را ورسول.

XS
SM
MD
LG