د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

د طالب تر ولکې لاندې د خبریالانو او دولتي کارکوونکو د ژوند نامعلومه برخلیک


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د افغانستان په اکثرو برخو د طالبانو د ولکې له ټېنګولو سره د بشري حقونو فعالانو، خبریالانو، د ښځو د حقونو د فعالانو او لسګونه زرو دولتي کار کوونکو ژوند له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

یو شمېر دولتي کارکوونکي وايي، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د ولایتونو کنټرول تر لاسه کړی دندې ته نه دي تللي.

په غزني کې یو ښوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په دغه ولایت کې د طالبانو له کنټرول سره دندې ته نه دی تللی: "زه له هغه وخت راهیسې چې طالبانو غزنی نیولی دندې ته نه یم تللی، اندېښنه لرم چې څه به وشي، زه له هماغې ورځې راهیسې کور کې یم او بهر هم نه یم تللی."

دغه شان د لغمان ولایت د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې رییس احمد جاوېد نور، ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د دوی کار کوونکي له دفترونو وویستل: "نن شپه طالبان دفتر ته راغلل او زموږ کار کوونکي چې د شپې له خوا یې کار کاوه، سهار وختي رخصت کړل، ورته یې ویلي وو چې خپلو کورونه ته ولاړ شئ، موږ د خپلو کارکوونکو برخلیک ته اندېښمن یو او اړتیا ده چې خلکو ته خدمتونه وړاندې شي."

ښاغلی نور وايي، نن په لغمان کې ټولې دولتي ادارې تړلې دي.

د دغو کار کوونکو غوښتنه دا ده چې طالبان باید تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د تېر په شان خلکو ته کار زمینه برابره کړي.

لغمان ولایت د یکشنبې په شپه د طالبانو په لاس سقوط شو.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په یو استولي بیغام کې ویلي چې ټولنه دې کار کوونکو ته اړتیا لري او دوی باید خپلو دندو ته ادامه ورکړي.

دی وايي: "هېڅ څوک دې اندېښنه نه کوي، موږ ښځو او نارینه کارکوونکو ته اړتیا لرو، د پوهنې او روغتیا په برخه کې دوی ته اړتیا لیدل کېږي، د هېڅ چا د کار پر وړاندې خنډ نشته او کولای شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي."

مخکې له دې طالبانو د خپلې واکمني پرمهال ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکوله.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې دغې ډلې نېږدې ټول ولایتونه ترخپل کنټرول لاندې راوستي او دولتي ادارو ته ننوتي دي.

که څه هم طالبانو خلکو ته ډاډ ورکړی چې خپلو دندو او فعالیتونو ته د پخوا په شان دوام ورکولای شي، خو د دولت ډېری کار کوونکي وايي چې دا ډاډ په عمل کې نه دی ثابت شوی.

XS
SM
MD
LG