د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

طالبان خپلو وسله والو ته: د کابل دروازو کې پاتې شئ، ښار ته مه دننه کېږئ


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

طالبانو خپلو وسله والو ته لارښوونه کړې چې د کابل په دروازو کې پاتې شي او ښار ته دننه نه شي.

دا وروسته له هغې چې نن سهار د کابل ښار په ځینو برخو کې د ډزو غږونه اورېدل شوي.

طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، کابل یو ګڼ میشتی ښار دی او اسلامي امارت نیت نه لري چې دې ښار ته په زور او جګړې سره داخل شي بلکې کابل ته په سوله ییز ډول د طالبانو د ننوتو او په خوندي او سوله ییز ډول د قدرت د انتقال لپاره خبرې اترې روانې دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل: "موږ پر کابل ښار د عملیاتو پلان نه لرو. په دې اړه مو نن مخکې په خپره کړې اعلامیه کې دا واضح کړې چې د کابل موضوع به د خبرو اترو له لارې هواریږي."

د افغانستان د حکومت د کورنیو چارو وزیر عبدالستار مېرزکوال د کابل ټولو اوسیدونکو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي
د افغانستان د حکومت د کورنیو چارو وزیر عبدالستار مېرزکوال د کابل ټولو اوسیدونکو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي

طالبانو په دې اعلامیه کې دغه راز ویلي، تر هغو چې د قدرت د انتقال پروسه بشپړیږي، د کابل ښار د امنیت د ټنګښت مسولیت به د کابل له ادارې سره وي.

په اعلامیه کې همدا شان ویل شوي چې د کابل د ادارې ټولو ملکي او پوځي کار کوونکو ته عفوه شوې، هغوی دې خپلو دندو ته دوام ورکړي او له هېواده دې د وتلو هڅې نه کوي.

په عین حال کې د افغانستان د حکومت د کورنیو چارو وزیر عبدالستار مېرزکوال د کابل ټولو اوسیدونکو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او وایي چې ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي او ټولو ته دنده سپارل شوې چې د ښار د نظم او امنیت موضوع یقیني کړي: "د ښار خوندیتوب تضمین دی. په ښار حمله نه کېږي او د دې لوی ښار په اړه توافق دا دی چې په دې ښار کې به قدرت انشاالله په سوله ییز ډول یوې عبورې ادارې ته انتقالیږي. نور د ښار امن زموږ مسولیت دی. په ټول قووت به یې ساتو او هېڅوک دې د تبلیغاتو او پروپاګند تر تاثیر لاندې رانه شي."

د کابل ښار د برخلیک په اړه دغه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوي چې طالبانو د کابل او پنجشیر په ګډون له څو محدودو ولایتونو پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو ولکه ټینګه کړې ده.

XS
SM
MD
LG