د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

په هایتي کې زلزله؛ د مړو شمېر ۳۰۴ ته ورسېد


هایتي کې د زلزلې له کبله یوه ودانۍ ویجاړه شوې.
هایتي کې د زلزلې له کبله یوه ودانۍ ویجاړه شوې.

په هایتي کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۳۰۴ ته رسېدلی او لږ تر لږه ۱۸۰۰ کسان په کې ټپيان شوي دي.

د هایتي د ملکي خوندیتوب ادارې ویلي چې په زلزله کې ډېر کسان د دې هېواد په جنوب کې مړه شوي دي او د خوندیتوب عمله توانېدلې چې ګڼ کسان له نړېدلو ودانیو راوباسي.

په دې زلزله کې کورونه، هوټلونه او کلیساوې نړېدلي دي.

صدراعظم اريل هینري‌ د یوې میاشتې لپاره بیړنی وضعیت اعلان کړ او هغې سیمې ته لاړ چې د زلزلې مرکز دی.

نړیواله سره صلیب اداره او روغتونونه په هغو سیمو کې د ټپيانو درملنه کوي چې د زلزلې اغېز په کې کم دی او خلکو ته د خوړو وېشلو او موقتي سرپناه برابرولو په برخه کې مرستې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې زلزله په پورټ اپرینس ښار کې هم ډېره حس شوه خو دغه ښار ته ډېر زیان نه دی اوښتی.

د ريښتر پر حساب اووه درجې زلزله یوولس کاله مخکې په پورټ اپرینس سیمه کې شوې وه او دا ښار یې له خاورو سره سم کړ.

په هایتي کې د زلزلې له کبله ۱۸۰۰ کسان ټپيان شوي دي.
په هایتي کې د زلزلې له کبله ۱۸۰۰ کسان ټپيان شوي دي.

په هغه زلزله کې درې لکه کسان مړه شول. د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن او مرستیال ولسمشرې کمالا هاریس ته د دې زلزلې په اړه معلومات ورکړل شول.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د هایتي له زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو امر کړی دی.

د بشري مرستو رسوونکي ادارې وايي چې د دې زلزلې له کبله د هایتي اقتصادي وضعیت نور هم خرابېدای شي.

په هایتي کې په ۲۰۱۰میلادي کال کې زلزله شوې وه او دا هېواد اوس په بشپړه توګه له هغه زیانه رغېدلی دی، خو په دې هېواد کې د زلزلې له کبله سیاسي بحران خپل اوج ته ورسېد او ولسمشر ژووینیل مویېس ووژل شو.

دا هېواد د کووېډ-۱۹ له ناروغۍ سره هم لاس او ګرېوان دی او موسمي سیلابونه هم اټکل شوي چې د اګسټ په شپاړسمه دې هېواد ته رسېږي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG