د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

یوه لویه برخه امریکایي سرتیري کابل ته راغلي او سلګونه بریتانوي لا په لاره دي


امریکايي سرتیري
امریکايي سرتیري

د امریکایي ځواکونو یوه ډله په داسې حال کې بېرته کابل ته راستنه شوې چې په افغانستان کې ناامني په بې ساري توګه زیاته شوې او د دې هېواد له نیمایي زیات ولایتونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

لویديځو رسنیو راپور ورکړی چې دا امریکایي سرتیري تېره شپه کابل ته راغلي او سلګونه نور هم افغانستان ته د راتلو په حال کې دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، پر امریکایي سرتیرو سربیره، شااوخوا ۶ سوه بریتانوي ځواکونه هم دې هېواد ته راځي.

په ظاهره د دې ځواکونو دنده، له افغانستانه د امریکا او بریتانیا د سفارتونو د کارکوونکو،د دې هېوادونو د اتباعو او د هغو افغانانو د خوندي وتلو لپاره زمینه برابرول دي چې له امریکایي او بریتانوي ځواکونو سره یې کار کړی او دلته له ګواښ سره مخامخ دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي دي:"یوه ډله سرتیري اوس په کابل کې دي ترڅو امریکایانو او د هغوی افغان همکارانو ته له دې هېواده د خوندي وتلو زمینه برابره کړي."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي

تر دې وړاندې متحده ایالاتو اعلان کړی و چې ۳ زره سرتیري افغانستان ته لېږي،څو په کابل کې د دې هېواد د سفارت د کارکوونکو او د هغو افغانانو وتلو ته خوندي چاپیریال رامنځته کړي چې له دوی سره یې کار کړی او دا مهال له ګواښونو سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې جرمني هم ویلي چې په کابل کې د خپل سفارت د کارکوونکو شمېر را کموي.

کاناډا هم څرګنده کړې چې له کابله د خپلو اتباعو او هغو افغانانو د خوندي ایستلو د امینت د ټینګښت لپاره افغانستان ته سرتیري استوي چې له ګواښ سره مخامخ دي.

خو طالبانو ویلي چې افغانستان ته د بهرنیو سرتیرو بیا را ستنېدل په دې هېواد کې د

اشغال د دوام په معنی ده.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"دا تجاوز، اشغال او د اشغال دوام دی. موږ بی تفاوته نه پاتې کېږو، خو د دوی عمل ته ګورو چې ایا د وتلو په کار بوختېږي او که بل څه کوي. که دوی تخطي او غلطه محاسبه وکړه بیا له جدي غبرګون سره مخامخ کېږي."

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت پر ټويټرپاڼه لیکلي چې خپلو کار کوونکو ته یې لارښوونه کړې چې خپل حساس اسناد له منځه یوسي.

زرګونه امریکایي او سلګونه بریتانوي ځواکونه په داسې حال کې بېرته کابل ته راځي چې پهافغانستان کې اخ او ډب زور اخیستی او دا مهال له نیمایي زیات ولایتونه طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

لا تر اوسه څرګنده نه ده چې امریکایي او بریتانوي ځواکونه به څومره وخت په افغانستان کې پاتې شي؟د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونو او دغه راز په دې هېواد کې مېشت بهرنیو ځواکونو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG