د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

امریکا: فایزر او موډرنا واکسین حامله مېندو ته خوندي دي


فایزر او موډرنا واکسین
فایزر او موډرنا واکسین

د امریکا روغتيايي چارواکي وايي، فایزر او موډرنا واکسین د حامله دارو ښځو لپاره خوندي دي.

دوی ویلي، وروستي مطالعات ښيي چې د کرونا ویروس پرضد دا واکسین د مور په نس کې ماشوم ته زیان نه رسوي.

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو رییس روشل والنسکي پرون وویل، دا اداره ټولې حامله ښځې او هغه ښځې چې غواړي حامله شي او یا میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوي هڅوي چې ځانونه واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG