د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

دوحه کې پر افغان سولې غونډه؛ طالبان: د پرمختګ هیله یې نه لرو


قطر کې د طالبانو سیاسي استازي
قطر کې د طالبانو سیاسي استازي

په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه درې ورځنۍ غونډه، هغه خبرې چې له پای وړاندې یې د پایلو په اړه ناهیلي څرګندېږي.

طالبان وایي، افغان حکومت د سولې خبرو ته لېوال نه دی، د دوی ضد یې جګړه اعلان کړې، ځکه له دې غونډو د پرمختګ هیله‌ نه لري.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو سره خبرو کې حکومت تورن کړ چې د سولې خبرو ته ژمن نه دی.

دی وايي: "دا چې دوی دې خبرو ته ژمنتیا او سولې ته لېوالتیا نه لري، فکر نه کوم چې کوم ځانګړی پرمختګ دې وي. په لومړي سر کې باید نړیوال پر کابل ادارې فشار راوړي چې له ولس وژنې لاس واخلي."

خو د افغانستان مرکچي پلاوی بیا د طالبانو برعکس د دې غونډو پایلو ته خوښ دی.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وايي، دوی د نړۍ د هېوادونو له استازو سره د سولې په اړه خپله طرحه او دریځ شریکوي.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح
د افغانستان د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح

دی وايي: "د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه او بنسټونه د افغانستان د سولې خبرو د همغږۍ، پیاوړتیا، چټکتیا او یوې پایلې ته د رسېدو په موخه راټول شوي. د دواړو خواوو له پلاویو سره یې جلا- جلا وکتل. دا غونډې نن او سبا دوام لري. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي له‌خوا دوی سره طرحه او د سولې په اړه دریځ شریکېږي."

د دې غونډو په دوام نن چهارشنبه (د زمري ۲۰مه) د ترویکا پلس هېوادونو غړي پر افغان سوله غږېږي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د سولې بهیر چټکېدل او تاوتریخوالي او جګړې پای ته رسېدل، دې غونډې ته د دوی اصلي پیغام دی.

د امریکا متحده ایالاتو، چین، روسیې او پاکستان ځانګړي استازي د دې غونډې ګډونوال دي.

د سولې خبرو د پرمختګ او یو سوله‌ییز حل ته د دواړو لوریو د نږدې کولو هڅه داسې مهال روانه ده چې طالبانو بیا د افغانستان په بېلابېلو ښارونو بریدونه روان ساتلي.

XS
SM
MD
LG