د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۲۲

افغان کرکټ لوبغاړي: نړیوال دې د روان ناورین په وتلو کې مرسته وکړي


افغان کرکټر راشد خان

وروسته له دې چې د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان پر نړیوالو غږ وکړ چې د روان ناورین په وتلو کې له افغانانو سره مرسته وکړي، د کرکټ د ملي لوبډلې څو نورو تکړه لوبغاړو هم ورته غوښتنې وکړې.

محمد نبي عیسي خېل او رحمن الله ګوربز د جګړې د پای ته رسېدو او د افغانستان د ویجاړېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

پرون راشد خان په یوه بیان کې نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي و چې هېواد یې له ناورین سره مخامخ دی، هره ورځ ښځې او ماشومان وژل کېږي، کورونه او عامه تاسیسات ویجاړېږي او افغانستان له دې ناورینه د وتلو لپاره مرستې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG