د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

عمان کې پر بېړۍ برید؛ 'جي۷': ایران مسوول دی او د حملې شواهد یې څرګند شول


ارشیف، د عمان سمندرګی
ارشیف، د عمان سمندرګی

د امریکا پوځ او د اووه سترو صنعتي هېوادونو ډلې چې په جي ۷ مشهوره ده، پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) ایران د عُمان اوبو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې د تېرې اوونۍ په حمله کې په لاس لرلو تورن کړ.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ وویل، د هغې بې پېلوټه الوتکې په اړه معلومات یې راټول کړي او ارزولي چې پر مرسرستریټ تېل وړونکې بېړۍ یې حمله کړې وه او په ترڅ کې یې د دې بېړۍ یو بریتانیايي ساتونکی او رومانیايي ماڼو ووژل شول.

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وايي، امریکايي متخصصان د شواهدو پر اساس دې نتیجې ته ورسېدل چې بې پېلوټه الوتکه په ایران کې جوړه شوې ده.

له بلې خوا اوو سترو صنعتي هېوادونو دا برید په کلکه وغانده او هغه یې پر دې پېړۍ غیرقانوني برید وباله.

د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي: "ټول موجود شواهد په ښکاره ښيي چې ایران دا برید کړی دی."

پرون په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیرې وویل چې د بېړۍ په حمله کې د ایران د لاس لرلو شواهد یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلي دي.

باربارا ووډ وارډ رویټرز خبري اژانس ته وویل، پر هغو څېړنو چې د بېړۍ د ویشتلو په اړه شوي، باوري ده. له کوم سیستم څخه چې د دې حملې لپاره کار اخیستل شوی، هماغه سیستم دی چې په ایران کې په جوړېدونکو بې پېلوټه الوتکو کې کارول کېږي.

په ملګروملتونو کې د ایران د دایمي استازې مرستیالې زهرا ارشادي وویل چې ایران په دې برید کې لاس نه لري او دا اسراییل دی چې په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي.

په ملګروملتونو کې د ایران د دایمي استازې مرستیالې زهرا ارشادي وویل چې ایران په دې برید کې لاس نه لري.
په ملګروملتونو کې د ایران د دایمي استازې مرستیالې زهرا ارشادي وویل چې ایران په دې برید کې لاس نه لري.

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني یا سنټکام وايي، د بې پېلوټه الوتکې حملې د بېړۍ په هغه برخه کې چې د ماڼو کابین موقعیت لري، ۶ فوټه سوری جوړ کړی او کابین یې زیانمن کړی دی.

دا قومانداني همدا راز وايي، د دوی پوځیانو له سمندره د بې پېلوټه الوتکې څو ټوټې راایستلي او د هغو له څېړلو وروسته دې نتیجې ته رسېدلي چې دا بې پېلوټه الوتکه د ایران ده.

د دغو موادو په اړه څېړنې د امریکا د سمندري ځواک په مرکز کې چې د بحرین په منامې کې دی، شوي او د لا دقیق تایید لپاره امریکا ته یووړل شول چې د امریکا د پوځ په لابراتوارونو کې وڅېړل شي.

XS
SM
MD
LG