د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

ایران افغان سوله کې د هند د ونډې د ملاتړ ترڅنګ د یوې طرحې پلي کېدل وغوښتل


د ایران نوی ولسمشر ابراهیم رییسي
د ایران نوی ولسمشر ابراهیم رییسي

د ایران نوي ولسمشر ابراهیم رییسي په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د هند د ونډې ملاتړ وکړ او په عین حال کې یې، د نوې ډېلي او تهران د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د یوې ګډې طرحې پر اړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي رییسي چې د پنجشنبې په ورځ یې لوړه وکړه، پرون جمعه د زمري په ۱۵مه د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جې شنکر سره چې د ده د لوړې په مراسمو کې یې د نوي ډېلي په استازیتوب ګډون کړی و، تر کتنې وروسته پر ټویټر ولیکل چې د ایران او هند ترمنځ د سیمه ییزو ګټو په مساله کې د نظر یووالی شته.

جې شنکر په داسې حال کې تهران ته په دوه ورځني سفر ولاړ چې هند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوره یي مشر په توګه په یو حساس ډپلوماتیک موقف کې دی او بریتانیا او متحدو ایالاتونو د عمان په سواحلو کې پر یوه ټانکر بېړۍ د برید په اړه چې تهران پرې تورن دی، د امنیت شورا د بحث غوښتنه کړې.

ښاغلي رییسي وویل،ایران او هند کولای شي په ټوله سیمه او په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیت په ټینګولو کې مهم رول ولري.
ښاغلي رییسي وویل،ایران او هند کولای شي په ټوله سیمه او په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیت په ټینګولو کې مهم رول ولري.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د ایران د ولسمشر دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ابراهیم رییسي له ښاغلي شنکر سره په کتنه کې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د هند او ایران ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی.

بیان د ښاغلي رییسي له قوله زیاتوي چې ایران او هند کولای شي په ټوله سیمه او په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیت په ټینګولو کې مهم رول ولري.

د ایران د ولسمشر له قوله همدا راز ویل شوي دي چې تهران په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت کې د نوې ډېلي د ونډې هرکلی کوي.

رییسي همدا راز ویلي دي چې د افغانستان خلک باید خپل برخلیک خپله وټاکي او ادعا یې کړې چې که امریکایان شرایط خراب نه کړي دا کړکېچ په آسانه حل کېدای شي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې په ۲۰۱۹ کال کې وروسته له دې چې د امریکا د بندیزونو په نتیجه کې هند له ایرانه د تېلو اخیستل بندکړل، د دواړو هېوادونو اړیکي سخت زیانمن شول.

ایران د دې بندیزونو تر وخته د هند د اړتیا وړ انرژۍ له درېیو لویو چمتو کوونکو هېوادونو څخه و.

د ایران رژیم همدا راز د هند له لوري د چاه بهار بندر د رغونې د سوکه بهیر له کبله خوښ نه دی، خو د ایران نوي ولسمشر ویلي چې له هند سره پراخو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي خو رییسي زیاتوي چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د ګډو همکاریو یوه پلان ته اړتیا لیدل کېږي.

اېس جې شنکر له ولسمشر رییسي سره تر کتنې وروسته پر ټویټر ولیکل چې هند له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د نوي ولسمشر له ټیم سره د ګډ کار په تمه دی.

د ایران د جمهوري ریاست دفتر د ښاغلي شنکر له قوله ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اوسنۍ کچه مطلوبه نه ده او زیاتوي چې د ایران جدي ارادې او د دواړو هېوادونو د ولسونو ګټو ته په پام سره هند غواړي د نوې ډېلي او تهران ترمنځ اوږدمهاله همکاري پراخه شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG