د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

کورنیو چارو وزارت: وسله والو مخالفینو مینه پال د جمعې لمانځه پرمهال وژلی


د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه ‌پال
د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه ‌پال

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال نن د جمعې (د زمري ۱۵مه) په ورځ د کابل د دارلامان په سیمه کې د طالب وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې وسله والو مخالفینو دواخان مینه پال د جمعې د لمانځه پر مهال د عثمان غني جامع جومات ته څېرمه په ډزو وژلی دی.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "له بده مرغه د افغانستان د خلکو دښمنانو او تور مخو ترهګرو نن یو وار بیا په یو بُزدلانه عمل لاس پورې کړ او پر وطن میین یو مبارز ځوان چې د ترهګرو د تبلیغاتي جګړې پر وړاندې لکه غر ولاړ وو، د حکومت د رسنیو د مرکز مسوول دواخان مینه پال د جمعې د لمانځه پرمهال د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې په شهادت ورساوه."

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی

ښاغلي ستانکزي دا نه دي ویلي چې د پېښې سره د تړاو په تور څوک نیول شوي دي او که نه؟

وسله والو طالبانو پر ښاغلي مینه پال د حملې مسولیت منلی دی.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي دي، نوموړی د طالبانو په یو ځانګړي برید کې وژل شوی دی.

دوا خان مینه پال تازه څو میاشتې وړاندې د حکومت د رسنیو د مرکز مشر ټاکل شوی و، له دې وړاندې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند و.

ښاغلي مينه پال د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پر مهال د جمهوري ریاست د ویاند د مرستیالۍ له دندې استعفا وکړه او په ټاکنو کې د کوچیانو په استازیتوب د ولسي جرګې څوکۍ ته نوماند شو، خو بریالی نه شو.

ښاغلي مینه پال دا شان په سویلي ولایتونو کې د ازادي راډيو د خبریال دنده هم ترسره کړې وه
ښاغلي مینه پال دا شان په سویلي ولایتونو کې د ازادي راډيو د خبریال دنده هم ترسره کړې وه

نوموړي د افغانستان د عامه کتابتون د مشرۍ دنده هم ترسره کړې او د څو کلونو لپاره د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس پاتې شوی و.

ښاغلي مینه پال دا شان په سویلي ولایتونو کې د ازادي راډيو د خبریالۍ دنده هم ترسره کړې وه، هغه شاعر لیکوال او د کابل پوهنتون د حقوقو له پوهنځي فارغ شوی و.

ښاغلي مینه پال څو میاشتې وړاندې د 'یک' په نوم د افغانستان له یوه خصوصي ټلوېزیون سره د یوې پوښتنې چې د وسله والو له ترور څومره ویره لري په ځواب کې ویلي و چې د وسله والو هدف د خلکو ویرول او د وطن دوستۍ له هدفه ګرځول دي، باید ویره ترې ونه لري.

نوموړي دا شان ویلي و چې ۱۲ کاله يې حکومتي ماموریت کړی او که څوک ورته ووايي چې وژني يې، نو دی به ورته ووايي چې "ستا کار وژل دي، توره دې تېره او ټوپک دې غوړ"

په دې مرکه کې ښاغلي مینه پال ویلي و: "دا وطن قرباني غواړي، دلته باید په زړورتیا کار وکړو، ترورستان همدا هدف لري چې موږ ویروي او له خپلو ارادو هدفونو مو راوګرځوي، بې له شکه چې انسان ویره لري، خو دا چې څوک ډېره لري او څوک کمه، خو زه له شرایطو سره بلد یم او ډېر نه ویریږم."

  • د مینه پال پر مرګ خواشیني

په کور دننه او په کابل کې د امریکا سفارت پر ښاغلي مینه پال دغه مرګونې حمله غندلې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن پر خپل ټويټر لیکلي دي چې د طالبانو له لوري د مینه پال په وژل کېدو سخت خواشینی شوی او نوموړی یې په اطلاع رسونه کې یو مخلص شخص بللی دی.

نوموړي لیکلي دي چې د مینه پال وژل د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ نقض کول دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان د مصالحې عالي شورا له لوري د غندنې په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه بُزدلانه او ترورستي حمله په کلکو ټکو غندي او د دغه ډول حملو مسولین به خامخا حساب ورکوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار پر ښاغلي مینه پال دا مرګوني حمله غندلې.

او پر خپل فیسبوک يې لیکلي دي چې "شهید مینه پال مبارز قلموال، فرهنګپال، تکړه لیکوال، شاعر او ښه ژورنالست و، نهایت باشخصیته، وطنپال او د حساب سړی و؛ مرګ یې ډېر خواشینی کړم، زه د ترهګرو دغه وحشیانه برید په سختو ټکو غندم."

د ننګرهار والي او د ولسمشر سلاکا ضیا الحق امرخېل پر خپل ټویټر لیکلي دي چې ښاغلي مینه پال د پردۍ جګړې قرباني شو.

دا شان د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي پر خپل فسبوک د مینه پال وژل غندلي او لیکلي دي چې که د هر هېواد پال افغان سر په خطر کې دی.

ګڼو نورو افغانانو هم د مینه پال وژل غندلي او طالبان يې مخاطب کړي چې که دغه ډله پر وطن د واکمنۍ خوبونه ویني نو باید وطني کدرونه ونه وژني.

XS
SM
MD
LG