د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

"۳ اونیو کې د کندهار میرویس روغتون ته ۵۳۳ ټپي ملکیان وړل شوي، ۱۴۵یې وژل شوي"


د کندهار د میرویس روغتون
د کندهار د میرویس روغتون

د کندهار ميرويس روغتون ته په تېرو درېيو اونيو کې د جګړو له امله د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۵۳۳ ملکیان په ټپي حالت کې ور وړل شوي چې له دې ډلې ۱۴۵کسانو په روغتون کې ساه ورکړې او پاتې نور په روغتون کې بستر او ځینې یې تر لومړنې درملنې وروسته رخصت شوي.

د کندهار د ميرویس روغتون امر ډاکټر داوود فرهاد وایي، د وژل شوېو او ټپیانو له ډلې ۶۵ يې ښځې او ۱۰۵ يې کوچنيان دي: "په تېرو درېيو هفتو کې ميرویس روغتون ۵۳۳ ناروغانو مراجعه کړې ده چې د هغو له جملې څخه ۱۴۵يې وفات شوي دي، ۲۵۲ په مرمۍ ویشتل شوي دي، ۷۰ تنه یې په ماين کې زخميان شوي دي، ۲۱ تنه د بم په واسطه باندې زخميان شوي دي او ۱۵۲ کسه يې هم د هاوان پر پرزو ټپیان شوي، ۶۵ ښځينه او ۱۰۵ تنه ماشومان د دغه درېيو هفتو په جریان کې ميرويس روغتون ته راوړل شوي دي، اکثريت یې سطحي وه هغه رخصت شوي دي او متباقې یې اوس هم ميرويس روغتون کې تر تداوي لاندې دي."

د کندهار په میرویس روغتون کې یو ټپي ناروغ
د کندهار په میرویس روغتون کې یو ټپي ناروغ

په دې روغتون کې ټپي ۱۲ کلن عمر شاه د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د شاه اغا دوراهې په سیمه کې په مرمۍ ويشتل شوی.

عمر شاه چې پر لاس ټپي شوی وايي: "ويې ویشتلم، د خپلو قريبانو کور ته تلم، يو بل کس هم وو، ډزې وې، مرمۍ راغله زما په لاس کې ولګېده."

محمد ظريف د کندهار ښار په اوومه ناحيه کې د زوی او وراره سره يو ځای په خپل کور کې د هاوان د لګېدو په پېښه کې ټپې شوی.

هغه وایي، په کور کې اتلس کسه وو چې څو هاوانه يې پر کور ولګېدل، دی زوی او وراره یې ټپيان شول چې وروسته یې وراره په روغتون کې ساه ورکړه.

محمد ظریف زیاته کړه: "۱۷ اتلس تنه عيال موږ په برنډه کې ناست وو چې هاوان راغی، زه خپله زوی مې او وراره مې په کې زخمیان شو، دغه حال کې راووتو، بل هاوان مو د خونې په منځ کې ولګېد او بل هم کونج کې، راووتلو د سرای په دروازه کې بل ولګېد، سرای او د خونې دروازې مو هم داسې خلاصې پرېښودلې، ناروغانو مو تر روغتونه را ورسول."

شېر محمد هم د کندهار ښار په پنځلسمه ناحيه کې د هاوان پر مرمۍ زخمې شوی وایي، د هاوان د لګېدو پېښه کې يې يو زوی او اوښی وژل شوی او کوچنۍ لور يې ټپي شوې ده.

عمر شاه پر لاس ټپي شوی
عمر شاه پر لاس ټپي شوی

دی وايي: "مخته مې هاوان ولګېد، يو مې زوی شهيد شو، يو مې اوښی شهيد شو، کوچنۍ لور مې او زه ټپي شو."

په کندهار ښار کې لا هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او هره ورځ د دواړو خواوو په ډزو او هوايي بریدونو ملکي کسان ته مرګ ژوبله اوړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د تېرې سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کندهار او هلمند کې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې.

په عین وخت کې د کندهار د کډوالو چارو ریاست وايي، په تېرو درېيو اوونیو کې د جګړو له امله د بې ځایه شوېو کورنیو شمېر تر ۲۲ زره زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG