د بلاروس لوبغاړې کرستینا څیما نوسکایا له توکیو څخه پرون چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) د ډپلوماټیکو هڅو په ترڅ کې وارسا ته ورسېده.
د ځغاستې دې لوبغاړې د امنیتي ستونزو له امله ونه غوښتل چې خپل هېواد ته ستنه شي.
د دې لوبغاړې دې پېښې یو ځل بیا د نړیوالو پاملرنه د بلاروس د مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا ناوړه چلند ته واړوله چې د خپل هېواد له سیاسي مخالفانو او د رسنیو له فعالانو سره یې کوي.
په بلاروس کې تېرکال د اګسټ په میاشت کې انتخابات وشول چې په کې لوکاشینکا ځان بریالی اعلان کړ، سیاسي مخالفانو دا نتیجه ونه منله او له دې سره په دې هېواد کې سیاسي کړکېچ رامنځته شو.
څیمانوسکایا د دوشنبې په ورځ په توکیو کې د پولنډ سفارت ته پناه ور وړې وه.