د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۱۱

د نیویارک ښاریان اړ دي چې سرپټو ځایونو کې د کرونا واکسین سند ولري


د نیویارک ښاریان

د امریکا د متحدو ایالاتونو په نیویارک ښار کې خلک اړ دي چې په سرپټو ځایونو کې د فعالیتونو لپاره د کرونا ضد واکسین سند ولري.

دا په امریکا کې لومړی لوی ښار دی چې خلک یې اړ دي، د کرونا ضد واکسین پاس یا جواز ولري.

دا تازه مقررات د ښاروال بېل دي بلاسیو له خوا پرون اعلان شول او هغه کسان به اغېزمن کړي چې غواړي په سرپټو ځایونو کې ډوډۍ وخوري، رستورانت، بار یا جیم ته لاړ شي یا هم کومه ننداره وګوري.

XS
SM
MD
LG