د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

کابل کې له موټربم چاودنې وروسته وسله‌واله حمله پای ته ورسېده


د افغانستان کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال د وسله‌والې حملې په سیمه کې له ځانګړو ځواکونو سره
د افغانستان کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال د وسله‌والې حملې په سیمه کې له ځانګړو ځواکونو سره

کابل ښار له اوږدې مودې وروسته نن شپه ناوخته د یوې درنې چاودنې او ورپسې د یوې وسله‌والې حملې شاهد و.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله د ټولو حمله کوونکو په وژلو شره پای ته ورسېده، خو د ټولو حمله کوونکو دقیق شمېر یې په ډاګه نه‌کړ.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ چې د سې شنبې «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۲» ماښام ناوخته شااوخوا ۰۸:۰۰ بجې د کابل ښار د ۱۰مې حوزې د شېرپور سیمه کې "ترورېستانو" له چاودېدونکو موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او ورسته یو شمېر وسله‌وال حمله کوونکي استوګنیزو کورونو ته ننوتل او له افغان ځواکونو سره‌یې نښته پيل کړه.

مخکې له دې، د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي د لومړنیو معلوماتو په توګه ویلي و چې په سیمه کې د وسله‌والو حمله کوونکو ضد او د ملکي خلکو د ژغورنې عملیات د افغانستان کورنیو چارو د سرپرست وزیر په حضور کې دوام وکړ او درې تنه حمله کوونکي وژل شوي دي.

ښاغلي ستانکزي دغه‌راز ویلي و چې په سیمه کې د حمله کوونکو له لوري برمته شوي شااوخوا ۳۰ تنه ژغورل شوي او د نورو کسانو د ژغورنې هڅه هم روانه ده.

سیمه کې له وسله‌والې حملې یو شمېر ژغورل شوي کسان
سیمه کې له وسله‌والې حملې یو شمېر ژغورل شوي کسان

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د دغې حملې د مرګ‌ژوبلې او هدف په اړه تر اوسه جزئیات نه‌دي ورکړي، خو د افغانستان دفاع وزارت سرپرست بسم‌الله محمدي په یوه وېډیويي پيغام کې وايي چې پر کور یې چاودنه شوې چې ده او کورنۍ ته‌یې زیان نه‌دی رسېدلی، اما یو شمېر ساتونکي یې ټپيان شوي دي.

مخکې له دې د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړي و چې موټربم چاودنه او وسله‌واله حمله د ښاغلي محمدي پر کور شوې ده.

دا حمله په داسې حال کېږي چې نن شپه د کابل ښار ګڼ اوسېدونکي بامونو، لارو او کوڅو ته راوتي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د 'الله کبر' نعرې وهي.

تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG