د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

افغان فوټبالر'زماني' د هالنډ له نایمخن لوبډلې سره یوځای شو


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

افغان فوټبالر حسین زماني د هالنډ له نایمخن لوبډلې سره یوځای شو.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز مشعوف نن سې شنبه (د زمري ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان د ملي لوبډلې دا پخوانی لوبغاړی د هالنډ نایمخن له ۲۱ کلونو ښکته فوټبال لوبډلې سره د یو کلن قراداد له مخې یو ځای شو.

د ښاغلي مشعوف په خبره ټاکل شوې ښاغلی زماني به له دې وروسته د هالنډ له ۲۱ کلونو ښکته غوره لوبډله کې د لوبو میدان ته ووځي.

فیروز مشعوف زیاتوي، له دې وړاندې حسین زماني د هالنډ لومړۍ دسته غوره لیک ټیم او دغه شان، تل سټار لوبډلې کې لوبېدلای و چې تېرکال د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په بلنه د نړیوال جام او اسیا ملتونو جام په سیالیو کې د لوبېدو لپاره له افغان لوبډلې سره یوځای شوی و.

XS
SM
MD
LG