د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

جرمني کې پر مظاهرو له بندیز سره سره زرګونه کسان سړکونو ته په اعتراض راوتي


ارشیف، جرمني کې مظاهرې
ارشیف، جرمني کې مظاهرې

په جرمني کې پر ځینو مظاهرو له رسمي بندیز سره سره په زرګونه کسان په پلازمېنه برلین کې لارو سړکونو ته په اعتراض راووتل.

دوی د حکومت پر هغو مقرراتو اعتراض وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې لګولي دي.

پولیسو پرون وویل چې ځینو مظاهره‌چیانو پولیس ځورولي او حمله‌یې ورباندې کړې او د برلین په ځینو برخو کې د ټرافیکو د جریان د ګډوډۍ لپاره‌یې د څنګلارو خنډونه ټېل وهلي دي.

د پولیسو یوه ویاند وویل چې شااوخوا ۵،۰۰۰ کسانو په مظاهره کې برخه اخیستې وه چې تر ۶۰۰ زیات‌یې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG