د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د ملي بیرغ ورځ په 'شاندارو' مراسمو ونمانځل شوه


نن د زمري اوومه، په افغانستان کې د ملي بیرغ ورځ نمانځنه
نن د زمري اوومه، په افغانستان کې د ملي بیرغ ورځ نمانځنه

نن د زمري اوومه، په افغانستان کې د ملي بیرغ ورځ چې په وروستیو کلونو کې ولسمشر محمد اشرف غني د بیرغ د ملي ورځې په توګه نومولې، په ګڼو ښارونو، ولایتونو او سیمو کې ونمانځل شوه.

‎ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې دا بیرغ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټول ارزښت او د وینې په قیمت ساتلی دی.

ښاغلی غني وايي: "بیرغ زموږ د ویاړ او یووالي نښته ده، نن چې زموږ ملي امنیتي ځواکونه چې دلته ولاړ دي د دې بیرغ د ساتنې، پالنې او او درناوي لپاره هره ورځ وینه ورکوي."

ولسمشر غني د بیرغ ملي ورځې په پار ارګ کې جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال
ولسمشر غني د بیرغ ملي ورځې په پار ارګ کې جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال

‎دا ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو سربېره په پلازمېنه کابل کې هم په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه.

‎د دې ورځې د نمانځنې لپاره ځینو مدني ټولنو هم ترتیبات نیولي دي.

‎د افغانستان د پیاوړو ځوانانو ټولنیزې او فرهنګي ټولنې د کابل ښار د دارالامان سړک کې د ۱۵۰ متر په اوږدوالي درې رنګی بیرغ نندارې ته وړاندې کړ.

‎د دغې ټولنې مشر محمد اصف اکبري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "نن د افغانستان د پیاوړو ځوانانو د ټولنیزې او فرهنګي ټولنې د مدني ټولنو له یو شمېر غړو سره په ګډه په کابل کې د دارالامان ماڼۍ مخې ته د بیرغ ملي ورځې په ویاړ یوه ټولېدنه لرله چې د ټولنیزو چارو ګڼ شمېر فعالانو په‌کې ګډون درلود چې د دارالامان د ماڼۍ له مخې د علاوالدین تر درې لارو مو د ۱۵۰ متر اوږدوالي یو بیرغ نندارې ته وړاندې کړ."

ولسمشر غني په ارګ کې د افغانستان د ملي بیرغ د لوړولو پر مهال
ولسمشر غني په ارګ کې د افغانستان د ملي بیرغ د لوړولو پر مهال

‎خو ځیني افغان ځوانان له تېرو دوو ورځو راپدېخوا د ملي بیرغ د ورځې د خوښیو په لړ کې له ولایتونو کابل ته راغلي او پر خلکو یې ملي بیرغونه وېشلي دي.

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې بادام احمدزی چې له ننګرهاره کابل ته په همدې هدف راغلی ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "بیرغ د یووالي سمبول دی، موږ باید لا هم دا ورځ په شاندارو مراسمو نمانځلې وی، تېره شپه مو په ننګرهار کې، په پښتونستان واټ کې په ویاړ یې دودیز اتڼوڼه وکړل، نن مو بیا په کابل کې دا ورځ ونمانځله، د لارې په ترڅ کې مو په سلګونو سرتېرو ملي بیرغونه ووېشل او هڅه کوو تر ماښامه پر ګڼو خلکو دا ملي بیرغونه ووېشو او ورته‌یې ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړو."

‎تور، سور او شین د افغانستان د ملي بیرغ رنګونه دي.

د افغانستان ملي بیرغ
د افغانستان ملي بیرغ

‎دا بیرغ په ۱۲۲۸ کال کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د لویې جرګې له لوري تصویب شو.

‎تور رنګ‌یې د افغانستان د ښکېلاک دورې، سور رنګ په دې دوره کې د هېواد په دفاع کې د قربانیانو د وینې تویېدنې او شین رنګ‌یې بیا د افغانستان د ثبات او کامیابۍ په معنی دی.

XS
SM
MD
LG