افغان لوبغاړی راشد خان د ۱۰۰ توپونو په لوبه کې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي راشد خان تېره شپه د روکېټس لوبډله بریالۍ کړه او غوره لوبغاړی شو.
دا لوبه د ناردرن سوپر چارجرز او ټرینټ روکېټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
ناردرن سوپر چارجز په ۹۹ توپونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۲ منډې یې وکړې.
د ټرینټ روکېټس لوبډلې په ۹۴ توپونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ او بریا یې خپله کړه.
راشد خان د ۳ لوبغاړو په سوځولو او ۲۵ منډو په ترسره کولو غوره لوبغاړی شو.