د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

المپيکي لوبې؛ ځینو لوبغاړو له اسراییلي ورزشکارانو سره له لوبو ډډه کړې


جودکاران
جودکاران

د توکیو په المپيک کې هم ځینو لوبغاړو له اسراییلي ورزشکارانو له لوبو ډډه کړې ده.

له ډېر پخوا راهیسې د منځنۍ ختیځ او افریقا ځینې هېوادونه د اسراییل – فلسطین د شخړې په خاطر ښه ګڼي چې له لوبو لېرې شي، خو له اسراییلي لوبغاړو سره مخ نه شي.

تازه یوازې له یوه اسراییلي جودوکار توهار بوتبول سره دوو لوبغاړو له لوبې ډډه کړې ده.

توهار بوتبول د توکیو د المپیک په ۷۳ کیلو وزن کې د سوډان له جودوکار محمد عبدال رسول سره مخ وو.

محمد د دوشنبې په ورځ لوبې ته حاضر نه شو. تردې مخکې هم د بوتبول پر وړاندې د افریقا د یوه بل هېواد الجزایر جودوکار فتحي نورین له لوبو ډډه وکړه.

د جودو نړیوال فدراسیون تردې دمه د عبدال رسول د لوبې نه کولو په تړاو کومه تبصره نه ده کړې، خو فتحي نورین چې په ډاګه له اسراییلي لوبغاړي سره له لوبې انصراف اعلان کړ د جودو نړیوال فدراسیون له خوا یې فعالیتونه وځنډول شول.

جاپان کې المپیکې لوبې
جاپان کې المپیکې لوبې

فتحي نورین بیا ویلي:"موږ ډېر زحمت ایستلی څو المپیک ته را رسېدلي ،یو خو فلسطینی دلیل تردې ټولو مسالو لوی دی."

اسراییلي لوبغاړي بیا د دې قضیو په تړاو کومه سیاسي تبصره نه ده کړې، خو یوازې یې ټینګار کړی چې دی د مډال ګټلو په هدف راغلی و او په نورو خبرو پسې نه ګرځي.

په دې ترتیب بوتبول ته د مخکې تګ لار هواره شوه. یوه لوبه یې د مولدووا د لوبغاړي ویکتور سټېرپو پر وړاندې وګټله، خو په کوارټرفاینل کې د جَنوبي کوریا د لوبغاړي ان چانګرېم پر وړاندې ماته وخوړه.

د بُرنزو د مډال په سر په بله لوبه کې هم اسراییلي لوبغاړی د کاناډايي جودوکار ارتور مرګلېدون له خوا مات شو.

د جودو نړیوال فدراسیون د تبعیض ضد پالیسیو په برخه کې ډېر پرېکنده عمل کوي او وروستیو کلونو کې یې د اسراییلي لوبغاړو د لوبېدو له حقه په کلکه ملاتړ کړی دی.

د راپورونو له مخې د ایران یو شمېر لوبغاړو هم پخوا کلونو کې له اسراییل سره له لوبو ډډه کړې یا یې یو دور مخکې لوبې قصداً بایللي څو له اسراییل سره مخ نه شي.

د جودو نړیوال فدراسیون همدا اپرېل وروسته له هغه د ایران جودو څلور کاله وځنډوله چې ایرانی چارواکو د دغه هېواد جودوکارانو ته ویلي و چې له اسراییلي لوبغاړو سره ونه لوبېږي.

په څېړنو کې جوته شوې چې د ایران جودوکار سعید مولايي ادعا کړې ایراني چارواکو اړ ایستی وو، د توکیو په نړیوالو اتلولیو لوبو کې چې ۲۰۱۹ کال شوې وې نیمه پایلوبه وبایلي څو په فاینل کې احتمالاً له اسراییلي لوبغاړي سره مخ نه شي.

اسراییل په جودو کې تکړه لوبغاړي لري. له هغو لسو مډالونو نه چې د اسراییل لپاره له المپیکي لوبو ګټل شوي پنځه یې د جودو په برخه کې دي.

XS
SM
MD
LG