د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

اسپانیې، پرتګال، قبرس او قرغزستان ته پر امریکايي وګړو بندیز


د امریکا بیرغ
د امریکا بیرغ

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز او د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته د اسپانېې، پرتګال، قبرس او قرغزستان د سفرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دوی په دغو هېوادونو کې د کووېډ-۱۹ د پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي او ویلي یې دي چې امریکایان باید سفر ورته ونه کړي.

له دغو څلورو هېوادونو وروسته ارمنستان، هنګري او اوکراین کې هم د وبا کچه لوړه ښودل شوې او له امریکایانو غوښتل شوي چې له اړتیا پرته دې نه ورځي.

په تېر جون میاشت کې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز څه باندې ۱۱۰ هېوادونو ته د سفرونو محدودیت لېرې کړ، خو اوس ورو-ورو بېرته دې برخه کې بندیزونه لګوي.

XS
SM
MD
LG