د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۰

د تکواندو افغان لوبغاړي له خپل کوریایي سیاله ماته وخوړه

فرزاد منصوري
فرزاد منصوري

افغان تکواندو لوبغاړي فرزاد منصوري نن سهار سې شنبه (د زمري په ۵مه) د المپیک په سیالیو کې له خپل کوریایي سیال ان کیو دان سره مخامخ شو.

دا سیالۍ چې د کابل پر وخت د سهار ۷:۴۵ پیل شوه، کوریایي لوبغاړي وکولی شوی چې خپل افغان سیال ته د یوه امتیاز په توپیر ماته ورکړي.

فرزاد منصوري د افغانستان لپاره څو مډالونه ګټلي چې وروستی یو یې د اسیايي لوبو نایب اتلولي یا د سپینو زرو د مډال ګټل وو.

د المپیک لوبې د جمعې په ورځ د جاپان په توکیو ښار کې پیل شوې. په پام کې ده چۍ له ۲۰۴ هېوادونو څخه ۱۱ زره لوبغاړي په دې سیالیو کې ګډون وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG