ټاکل شوې ده چې نن د توکیو د ۲۰۲۰ کال په المپیک سیالیو کې افغان لوبغاړی مهدي یاوري د نښې ویشتنې په برخه کې سیالۍ ته ووځي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېتې ویاندې بنفشې فیضي ازادي راډیو ته وویل، له افغان لوبغاړي مهدي سره سیالۍ ته د بېلابېلو هېوادونو ۴۵ نور لوبغاړي ولاړ دي.
دا سیالۍ چې وړمه ورځ پيل شوې د راتلونکې اګسټ میاشتې تر ۸مې نېټې دوام کوي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې به د افغانستان په ګډون له ۲۰۷ هېوادونو څخه ۱۱ زره ۳۰۰ لوبغاړي په بېلابیلو سیالیو کې ولوبېږي.
له افغانستانه پنځه لوبغاړي د المپیک په سیالیو کې ګډون لري چې يوهیې مېرمن ده.