د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

روغتیا وزارت: اختر کې د کرونا ناروغانو شمېر درې سلنه زیات شوی


کابل کې د افغان جاپان روغتون په کرونا اخته یو ناروغ
کابل کې د افغان جاپان روغتون په کرونا اخته یو ناروغ

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې افغانستان د کووېډ-۱۹ د مثبتو مواردو له زیاتوالي سره لاس او ګرېوان دی او وایي چې د اختر په درېیو ورځو کې د دې ناروغۍ له کبله د ناروغانو شمېر درې سلنه زیات شوی دی.

دوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې د کرونا په مثبتو مواردو کې په سلو کې پنځه کمښت راغلی و.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې د اختر په ورځو کې خلکو لکه څنګه چې لازمه وه همکاري ونه کړه نو ځکه د کرونا د ناروغانو شمېر لوړ شو.

علیزي زیاته کړه: "موږ شاهدان وو چې هېوادوالو په اختر کې د یو بل کره تګ راتګ لاره، د عامې روغتیا وزارت روغتیايي لارښوونې یې نه عملي کولې او له ماسکه یې کار نه اخیست نو دا امکان شته چې له اختر وروسته یو ځل بیا د کرونا په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راشي."

په داسې حال کې چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه په ښوونځیو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د حضوري زده کړو د احتمالي پیل خبر ورکوي، د عامې روغتیا وزارت د کرونا د لوړ تهدید خبرداری ورکوي.

د هغو ارقامو له مخې چې دې وزارت د عرفې په ورځ خپاره کړل، په افغانستان کې په کووېډ-۱۹ د اخته کسانو ټول شمېر ۱۴۲۴۱۴ او دې ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ۶۲۶۶ کسانو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG