د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

خلک: د طالبانو محدودیتونو د پکتیا اریوب ځاځیو کې ۴ برابره سیلانیان کم کړل


اریوب ځاځی
اریوب ځاځی

په سږني لوی اختر کې د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ ته ورتلونکي سیلانیان څلور برابره کم وو.

د پکتیا په یو شمېر ولسوالیو کې خلکو له تېرو شلو کلونو وروسته په لومړي ځل د وسله والو طالبانو تر واک لاندې د لوی اختر ورځې ولمانځلې.

د دې سیمو یو شمېر اوسیدونکي وایي، سږنی اختر یې کمرنګه وو او ډېر شمېر خلک پرته له دې چې د لیدو وړ سیمو ته لاړ شي، د اختر ورځې یې په خپلو کورونو کې تېرې کړې.

اریوب ځاځي د پکتیا یوه له هغو ولسوالیو شمېرل کېږي چې هر کال زرګونه لیدونکي یادې سیمې ته د لیدو او ساعتیرۍ لپاره ورځي، خو په دې اختر کې یې لیدونکي کم شوي دي.

د پکتیا د مرکز ګردیز ښار یوه څنډه
د پکتیا د مرکز ګردیز ښار یوه څنډه

د دغو ولسوالیو اوسیدونکي وایي، سږنی اختر یې کمرنګه دی او د وسله والو طالبانو له لوري په موسیقۍ ، سندریزو مجلسونو او د ساعت تیرۍ په یو شمېر نورو پروګرامونو محدودیتونه لګولي دي.

له ځانګړي ښایست برخمنه د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالي چې په ځنګلونو او شنو ونو پوښلې ده، په ملي او مذهبي ورځو کې د ګڼو لیدونکو شاهده وي، خو په سږني لوی اختر کې یې لیدونکي کم دي.

د یادې ولسوالۍ یو تن قومي مشر محمد انور صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د کوچني اختر پرتله په دې لوی اختر کې دغې سیمې ته د خلکو په ورتګ څلور برابره کموالی راغلی دی.

صدیقي وايي: "دا اوس چې کوم بدلون راغلی دی، ولسوالۍ سقوط شوې ده، نو خلکو راتګ کې هم بدلون راغلی دی، خلک راځي، څوک پرې غرض نه لري، خو د تېر پرتله که دا خلک په څلورو برخو وویشو، نو دا ځل یې فقط یوه برخه راغلې."

د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسیدونکی نعمت الله وایي، که څه هم د وسله والو طالبانو له وېرې یې دا ځل اختر له خپل کلي او خپلوانو لېرې په کابل کې تېر کړ.

د پکتیا د نهو سقوط شوېو ولسوالیو یو شمېر اوسیدونکي وایي، په سیمه کې یې عامه خدامات په ټپه دریدلي چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

اریوب ځاځي د پکتیا یوه له هغو ولسوالیو شمېرل کېږي چې هر کال زرګونه لیدونکي یادې سیمې ته د لیدو او ساعتیرۍ لپاره ورځي
اریوب ځاځي د پکتیا یوه له هغو ولسوالیو شمېرل کېږي چې هر کال زرګونه لیدونکي یادې سیمې ته د لیدو او ساعتیرۍ لپاره ورځي

دوی وایي، افغان دولت دې د یادو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره خپل عملیات ژر پیل کړي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان دادان لونګ وایي، د ټولو هغو سیمو د بیا نیولو پلانونه بشپړ شوي چې دا مهال د وسله والو طالبانو په واک کې دي.

لونګ زیاته کړه: "د دښمن ټول پلانونه به شنډوو، موږ به په دښمن د ځمکې او هوا له لارې ګوزارونه پيل کړو."

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د کلتور او شریعت خلاف په یو شمېر کړنو له پخوا راهیسې بندیز لګول شوی او تازه هېڅ راز نوي محدودیتونه نه دي وضع شوي.

دی وایي، خلک په خوشالۍ له ستونزو پرته د پوره امن په فضا کې اختریزې شېبې لمانځي.

XS
SM
MD
LG