د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

کرونا؛ خلک: مخابراتي شبکې جوړې کړئ بیا به پر ټیلیفون اختر مبارکي ورکړو


ارشیف، کابل ښآر کې یو تن په ټیلیفون خبرې کوي.
ارشیف، کابل ښآر کې یو تن په ټیلیفون خبرې کوي.

په افغانستان کې سږنی اختر هم د کرونا ویروس، جګړو او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې لمانځل کېږي.

د دغه هېواد عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې یو بل کره له تګ راتګ ډډه وکړي او په ټیلیفون اختر مبارکۍ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، وروستیو جګړو او تاوتریخوالي، د نورو زیانونو تر څنګ د دغه هېواد مخابراتي خدمتونو هم اغېرمن کړي دي.

خلک وايي، له امله یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د کندز ښار اوسېدونکی حضرت ګل وايي :"جګړې چې پیل شوي مخابراتي شبکې هم خرابې شوي، انټرنیټ کار نه کوي، مخابراتي شبکې هم کار نه کوي، یو ساعت وي څلور پنځه ساعته بیا کار نه کوي."

د کندز اوسیدونکي د مخابراتي شبکو له خدماتو راضي نه دي.
د کندز اوسیدونکي د مخابراتي شبکو له خدماتو راضي نه دي.

د ارزګان ولایت اوسېدونکی غازي الله زهیر وايي، دوی غواړي د کرونا ویروس نه د خوندیتوب له امله په ټیلیفون یو بل ته اختر مبارکي ورکړي، خو په خبره یې، شبکې روغې نه دي: "اختر دی کرونا ده، نو موږ یو بل کره نه شو تللی، دا مخابراتي شبکې دې روغې کړي چې موږ یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړو."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مخکې له اختره خبرداری ورکړی و چې که خلک په اختر کې یو بل کره تګ راتګ وکړي د کرونا ویروس پېښې به بیا په دغه هېواد کې ډېرې شي.

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح له خلکو غوښتي و چې پر ټیلیفون اختر مبارکي وکړي، خو داسې ښکاري چې دغه هېواد کې جګړو او تاوتریخوالي دا چاره هم ستونزمنه کړې ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح له خلکو غوښتي و چې پر ټیلیفون اختر مبارکي وکړي.
د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح له خلکو غوښتي و چې پر ټیلیفون اختر مبارکي وکړي.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي، یوازې د سږکال په لومړۍ مالي ربع کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله، ۵۱ مخابراتي ټاورونه قسماً یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د دغه ادارې ویاند سعید شینواري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغو ټاورونو په جوړولو میلیونونه ډالره لګښت راځي: "د یو تخریب شوي ټاور په جوړولو یو تر یو نیم لک ډالرو پورې لګښت راځي، دا میلیونونه ډالره تاوان دی چې د جګړې له امله مخابراتي سکتور ته اوړي."

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا ویاند سعید شینواری
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا ویاند سعید شینواری

د ښاغلي شینواري په خبره، تېرکال بیا په نا امنو سیمو کې ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په قسمي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي وو.

افغان حکومت طالبان د عامه خدمتونو او تاسیساتو په زیانمنولو او ویجاړولو تورنوي، خو طالبانو ویلي چې خوندیتوب ته یې ژمن دي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د سلام په نوم د مخابراتي شرکت ستنې او مرکزونه چې د ده په خبره په دولتي پوستو او قرارګاوو کې دننه جوړ شوي، ممکن د نښتو پرمهال زیانمن شوي وي، هغه ادعا چې اترا یې ردوي.

XS
SM
MD
LG