د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

اختر کې د افغانانو راشه درشې روغتیا وزارت ته اندېښنې پیدا کړي


آرشیف، په لوی اختر کې د خلکو ترمنځ روغبړ
آرشیف، په لوی اختر کې د خلکو ترمنځ روغبړ

یو شمېر هغه افغانان چې کووېډ- ۱۹ ناروغي یې تېره کړې وايي، د ځان او نورو د خوندي ساتلو لپاره دې له کوره نه وځي.

قدیر صالحي د هرات ولایت اوسیدونکی، هغه تازه له کرونا ناورغۍ څخه روغ شوی، نوموړی وايي، د ۴۰ ورځو په تېرېدو سره اوس هم په بشپړه ډول نه دی روغ شوی.

نوموړی چې د خپلې کورنیو سره یوځای په دې ویروس اخته شوی و، کرونا ویروس ډېر خطرناکه یادوي وايي، د ځان او خپلوانو د خوندي ساتلو لپاره په اخترکې له کوره نه وځي.

ښاغلي صالحي زیاته کړه: "شپې او ورځې له دغه ناروغۍ سره لاس او ګریوان وم، د اکسیجن په وسیله مې ساه اخېسته، اوس چې شااوخوا ۴۰ ورځې تیرې شوي هم لاپه بشپړه ډول نه یم روغ شوی، له همدې امله مې پریکړه وکړه چې د خپل ځان او خپلوانو د خوندي ساتلو لپاره د اختر په ورځو کې له کوره ونه وځم او هغه ځایونو ته چې وګړي ډېر وي ولاړ نه شم. "

آرشیف، په لوی اختر کې د خلکو ترمنځ روغبړ
آرشیف، په لوی اختر کې د خلکو ترمنځ روغبړ

اسدالله کاکړ هم پرېکړه کړې چې د اختر په ورځو کې به تګ راتګ کم کړي:"موږ په دې وروستیو کې ګورو چې د کرونا ویروس له امله د مړینې کچه لوړه شوې، هیله لرم چې خلک د عامې وزارت سپارښتنې په جدي ډول په پام کې ونیسي، که د اختر ورځو کې یو بل کره تک راتک کم کړو او د ټیلیفون له لارې اختر مبارکي وکړو ښه به وي."

که څه هم د قدیر صالحي او اسدالله کاکړ په څیر به ډېر افغانان له کرونا ځان ساتي خو بیا هم په تېرو درېېو اخترونو کې یو بل کره د خلکو زیات تګ راتګ د دې ویروس د خپرېدا لمن نوره هم پراخه کړه.

اوس مهال افغانستان د کرونا ویروس له درېيمې څپې تېرېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ګواښ کړی که روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیول شي انساني ناورین به رامنځته شي.

د دې وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې خلک باید یو بل کره له تګ راتګه ډډه وکړي او د ټیلیفون له لارې یو بل ته اختر مبارکي ورکړي.

د روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح
د روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح

هغه وايي، روغتونونه له کووېډ-۱۹ ناروغانو څخه ډک دي:"پوهیږم چې د اختر ورځو کې غواړئ د خپلو عزیزانو لیدو ته ولاړ شئ، له ناروغانو لیدنه وکړئ،خو د کرونا ویروس ګواښ اوس هم شته دی او روغتونونه له ناروغانو ډک دي، نو په دې خاطر په کور کې پاتې شئ او د ټیلیفون له لارې یو بل ته اختر مبارکي ورکړئ او ناروغانو ته دعا وکړئ."

دا په داسې حال کې ده چې تر دا مهاله په افغانستان کې په دې ویروس شااوخوا

۱۴۴زره کسان اخته شوي او له ۶ زرو زیات ترې مړه شوي دي.

له دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و که په لوی اختر کې خلک

روغتیايي سپارښتونو ته پام وکړي له اختر وروسته به د کرونا ویروس د پېښو د کمېدو شاهدان ووسو.

XS
SM
MD
LG