د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

کابل کې د لوی اختر لومړۍ ورځ د ۳ توغندیو په توغولو پیل شوه


په کابل کې اختر د دریو چاودنو په غږ سره پیل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

په کابل کې اختر د دریو چاودنو په غږ سره پیل شو

‏‎ افغان حکومت سږنی اختر د سرتيري په نوم نومولی. په کابل کې د لوی اختر لومړۍ ورځ په داسې حال کې پيل شوه چې پر دغه ښار د درې توغندي و توغول شول.

‏‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه درې توغندي د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه څخه د ښار په درې بېلابېلو سیمو ولګېدل.

‏‎د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، رامنځته شوې پېښه ځاني زیان نه لري: " د افغانستان د دښمنانو له خوا نن د کابل په ښار درې توغندي وتوغول شول چې له نېکه مرغه ځاني تلفات نه لري، دغه توغندي د کابل د څلورمې ناحیې اړوند سیمې څخه وتوغول شول، مالي زیانونه لري، خو په لوړه کچه نه دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي

‎خو د اختر لمونځ بيا د کابل په نورو سيمو کې پرته له پېښو ترسره شول. یو شمېر عام افغانان بیا روانو حالاتو ته په کتو، خراب امنیتي وضعیت اندېښمن کړي دي.

‏‎دوی وايي، سږ اختر اوربند هم ونه شو او جګړې هم شدیدي دي.

‏‎د کابل ښار اوسیدونکی حیات الله نظري بیا د نن سهار پېښې سخت ویرولی دی: "اختر مو له راکیټونه سره پیل کړ، په تېرو څو اخترونو کې د اوربند اعلان کېده په دې اختر کې د اوربند اعلان هم ونه شو، خلک تشویش کې دي، د اختر لومړی ورځ په راکټونه پیل شول چې نور په څه کېږي؟"

‎د کندز ولایت اوسیدونکی محراب سلیمان خېل وايي، روانو حالاتو سخت ناهیلی کړی دی: "زه د یو افغان وګړي په توګه له روانو حالاتو وېره لرم، هغه نن د اختر لومړۍ ورځ راکیټونه وریږي، اوربند هم ونه شو، له دې دوه ورځې وړاندې په قطر کې د سولې خبرې پیل شوې، ولې د سولې خبرې نتجه نه ورکوي، لامل یې څه دی؟"

‎خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی د خلکو دې اندېښنو ته په ځواب کې وايي، پولیس او نور ګډ ځواکونه لومړی درجه اظهارات لري او هڅه کېږي چې د ورته پېښو مخه ونیول شي.

‎دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار د اختر له لمانځه وروسته ننني توغندیز برید ته په اشارې سره وویل، طالبان د توغندیو په زور دا هېواد نه شي نیولی، خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG