د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

والي طالبانو ته: د سولې تڼۍ نه امریکا راتړي او نه پاکستان، خوست کې به جرګه شو


د خوست والي
د خوست والي

د خوست چارواکو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې افغان دولت سره دې، په دې ولایت کې د روغې جوړې د خبرو اترو لپاره کیني.

دوی وویل، غوره دا ده چې دواړه خواوې، د پردیو پر ځای د خپلو قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب خبرې وکړي او ټولو ستونزو او کشالو ته سوله ییزې حل لارې پیدا کړي.

نن سې شنبه د چنګاښ په ۲۹مه خوست والي مهمند کټوازي د لوی اختر لمونځ کوونکو ته په خپلو خبرو کې وویل، په تاریخي لحاظ تر بل هر چا په خپله افغانان خپلو ستونزو ته ښې حل لارې موندلای شي.

مهمند کټوازي زیاته کړه: "زما پیشنهاد هغه چا ته چې د طالب په تنظیم کې ځان بولي، یا د دولت مخالف ځان بولي داسې په ډاګه ورته وایم چې راځئ په خوست کې به سره کینو، د هر چا په واسطه چې راځئ د حاجي صاحبانو یا د علماوو په واسطه راځئ، راشئ کینو، خبرې به سره وکړو، بېرته مو خپل ځای ته په ضمانت رسوو، که موږ خپله سره وغږیږو، هېڅ مشکل هم نشته، دا تڼی نه امریکايي راتړي، نه روس، نه پاکستان او نه ایران، راځئ په خپله سره کینو. "

په خوست کې د اختر لمونځ کوونکو وویل، لوی اختر ته د ټولو افغانانو تمه دا وه چې د دوحې په خبرو اترو کې به د جګړې ښکېل طرفونه یوې نتیجې ته ورسېږي، خو د تېرو کالونو په شان دا غوښتنه بیا هم یوه هیله پاتې شوه.

"نوم مې شرین درمان دی د خوست اوسیدونکی یم، په اول کې خو ټولو هېوادوالو ته د لوی اختر مبارکي وایم، موږ له اختر وړاندې خوشبینه وو چې په دې اختر کې به اوربند او سوله کېږي، خو زموږ د تمې خلاف کار وشو، خو بیا هم دې ته خوشاله یو چې د اختر اوله ورځ مو د امن په فضاء ولمانځله او خدای دې وکړي چې پاتې ورځې هم د سولې په فضاء کې تېرې شي، ځکه ټول وطنوال مو له اختر وړاندې غمونو ځپلي دي، په هرکلي او کور کې یو چا ژوند دلاسه ورکړی دی، نو زموږ غوښتنه دا ده چې باید سوله قایمه شي او دایمي اوربند وشي. "

د خوست اوسیدونکی وکیل خان افتاب وايي، دې ولایت کې اختر په امن کې پیل شوی او د دوی هیله دا ده چې همداسې د امن او خوښۍ په فضاء کې سرته ورسېږي.

دی وايي، د دوی تمه دا وه چې دې اختر کې اوربند او سوله وشي، خو بیا يې هم هیله دا ده چې د جګړې ښکېلې خواووې په خپلو کې اوربند اوسوله وکړي.

بل لوري ته په خوست کې مېشتو امنیتي ارګانونو د لوی اختر په ارامۍ د لمانځنې لپاره په مرکز او ولسوالیو کې خپل تدابیر ډېر کړي دي.

خوست امنیه قوماندان سمونوال سیف الله سرحدي په خپلو خبرو کې د دې ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې خپل اختر ډاډمن او په خوشالۍ سره ولمانځي.

د خوست اوسیدونکی وکیل خان افتاب وايي، دې ولایت کې اختر په امن کې پیل شوی
د خوست اوسیدونکی وکیل خان افتاب وايي، دې ولایت کې اختر په امن کې پیل شوی

سرحدي زیاته کړه: "خوست مېشتو ولسونو ته به د امنیت په خاطر یو ډاډ ورکړم چې انشالله زموږ ټول نظامي او کشفي ارګانونه د تاسو په خدمت کې دي، په ټوله مانا يې د خوست په سطحه امیت تامین کړی دی، تاسو ډاډمن اختر ولمانځئ، کورنیو سره خوشاله اختر تېر کړئ، انشاالله ډاډمن امنیت شته، تاسو ښه اختر ولمانځئ. "

خوست چې د افغانستان په نسبتاً امن لرونکو ولایتونو کې راځي، خلک يې د اختر تر لمونځونو او قربانیو وروسته د اختر مبارکۍ لپاره د خپلو دوستانو او خپلوانو کورونو ته ورځي.

په وروستیو کالونو کې یو شمېر میله ځایونو او لېرې سړو سیمو ته هم د ځوانانو تګ دود شوی دی.

XS
SM
MD
LG