د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

ارزګان کې جګړې د ترینکوټ هټیوالو کاروبارونه مو په نشت حساب کړي


د ترینکوټ ښار
د ترینکوټ ښار

وسله والو طالبانو د ارزګان ولایت د ټولو ولسوالیو تر سقوط را وروسته اوس په مرکز ترینکوټ کې د افغان سرتیرو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړ چې خلک یې زیات اندېښمن کړي دي.

د ترینکوټ ښار د کفترخانې د سیمې دوه تنه اوسیدونکي عبدالغفار او میرمحمد چې عمرونه یې له ۴۰ کلونو لوړ دي وايي، څلور کاله وړاندې ترې جګړو له خپلو مېنو بې ځایه کړي او لا هم په ترینکوټ کې په کرايي کور پسې ګرځي.

عبدالغفار وایي: "درې ورېرونه او یو زوی مې تېرځل جګړه کې ووژل شول او ۴ کاله له خپلو سیمو څخه بې ځایه وو، اوس دا دی بیا مو کډې په شا دي."

امیر محمد هم ورته نظر لري: "ډېری کورنۍ د خپلو سیمو څخه اوس تازه بې ځايه شوي، تر حساب زیاتې دي، موږ له جګړو زیات ستړي یو، غوښتنه مو له دواړو لورو دا ده چې نور روانه جګړه پای ته ورسوي."

په تېر جون میاشت کې د ارزګان ولایت پنځه ولسوالۍ ګېزاب، چوره، چهارچینې، خاص ارزګان او چینارتو ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو لاسونو ته ولوېدلې او تازه وړمه شپه وسله والو طالبانو د ارزګان ولایت یوازینۍ پاتې ولسوالۍ دهراود چې د افغان دولت یو کمپ په کې موجود و ونیوله.

د ترینکوټ ښار
د ترینکوټ ښار

د کلیوالو ترڅنګ په ترینکوټ ښار کې هم خلک او هټیوال د جګړو له امله په وېره کې ژوند کوي او روزګار یې په سختۍ پر مخ ځي.

هټيوال وایي، د جګړو له وېرې خپلو دوکانونو ته مالونه نه شي را وړلای، ځکه ویريږي چې جګړه یې ترې وا نه خلي.

ذیبح الله په ترینکوټ کې د څپلیو هټۍ لري وایي: "زموږ د دوکاندارانو کاروبار زیات کمزوری شوی، پخوا مو لس زره سودا کوله خو زر یا ۵۰۰ ته راټیټه شوې."

دا په داسې حال کې ده چې په تېر جون میاشت کې د ترینکوټ ښار په لس کیلومترۍ کې د ولي په نوم د ملي اردو یو لوی کمپ وسله والو طالبانو ونیو او سرتیري ټول طالبانو ته تسلیم شول.

په ارزګان کې يو تن مدني فعال غلام نبې شجاع ازادي راډيو ته وویل چې دولت د امنیت د تامين برخه کې هېڅ پلان نه لري او که وضعیت همدا شان دوام وکړي ګڼې سيمې به وسله وال طالبان تر خپل واک لاندې راولي.

نوموړی له مرکزي حکومته ارزګان ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي: "موږ شته وضعیت ته اندېښمن يو، باید حکومت او امنيتي مسوولين جدي پاملرنه وکړي له حکومته غواړو چې د ولسواليو په ډول دې مرکز ترينکوټ ته شا نه اړوي چې بیا په مرکز ترينکوټ کې هم امنيتي کسان تسليم شي او يا هم ترينکوټ سقوط وکړي."

د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد بیا د ارزګان ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي چې په ډاډه زړونو خپل کارونه وکړي او په خپلو کورونو کې ووسي.

د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد
د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد

نوموړی وايي، د ترینکوټ په کمربندي سیمو کې تر ۳۵ زیاتې نوي امنیتي پوستې جوړوي او د طالبانو د هر برید پر وړاندې پوره چمتوالی لري: "دښمن مخکې هم خپله هڅه کړې چې ترینکوټ ته سقوط ورکړي، موږ ترینکوټ کې د دښمن د هر برید د مخینوي لپاره پوره چمتوالی لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو پنځو کلونو راهیسې وسله والو طالبانو د ترینکوټ ښار شااوخوا محاصره کړی خو تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې بازار ته داخل شي اویا هم سقوط ورکړي.

XS
SM
MD
LG