د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

له افغان ځواکونو ملاتړ؛ ځینو خوستوالو ګلونه او ځینو د بدن وینې ورکړې


د خوست والي افغان ځواکونو ته خپله وینه هدیه کړه.
د خوست والي افغان ځواکونو ته خپله وینه هدیه کړه.

د جولای په ۱۸مه د خوست اوسیدونکو، دیني عالمانو، ښځو او مدني فعالانو په یوه ولسي غونډه کې په افغانستان کې د سرتاسري سولې د ټينګښت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

دوی د افغان سرتیرو د قربانیو ستاینه وکړه او تر څنګ يې وویل، افغانان داسې سوله غواړي چې په شتون کې يې د افغانانو ټول دیني، ملي او کلتوري ارزښتونه خوندي شي.

خوستوالو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو لپاره وینه ورکړه

خوستوالو د افغان ځواکونو د منسوبینو غاړو ته د ګلونو هارونه ور واچول او همدارنګه لسګونه کسانو افغان سرتیرو ته د خپلو وجودونو وینه ورکړه.

دیني عالم مولوي محمد داوود وقفي په مناسبت جوړې شوې ولسي غونډې ته وویل: "زه په سترګو ړوند شم چې ستا پر قربانۍ سترګې پټې کړم، ستا په شتون کې زما بچی په ارام سره زده کړې کوي، ستاسو په شتون کې زموږ سوداګر او دوکانداران په ارام سره تجارتي چارې پرمخ بیايي، سوله غواړو ځکه الهي امر دی، خو داسې سوله نه غواړو چې په شتون کې يې زموږ د معارف دروازې بیا وتړل شي، چې د هغې په شتون کې زموږ اقتصاد په صفر کې ضرب شي، داسې سوله هم نه چې په شتون کې يې صرف درې هېوادونه موږ په رسمیات وپېژني."

دیني عالم مولوي محمد داوود وقفي
دیني عالم مولوي محمد داوود وقفي

د غونډې ویناوالو وویل، د ملي بنسټونو پايښت او پیاوړي کول د افغانانو لپاره سره کرښه وبلله.

مولوي محمدعارف عرفان په خپلو خبرو کې وویل، د ملي ارزښتونو په سر معاملې ته نه دي حاضر: "هېڅکله چې یو افغان ژوندی وي، د افغانستان په قلمرو، د افغانستان په خاوره، د افغانستان په ملي دفاعي ځواکونو، د افغانستان په ملي ارزښتونو، د افغانستان په شتمنیو او د افغانستان په اوبو به چا سره معامله نه کوو، د افغانستان کانونه، د افغانستان اوبه، قلمرو او ملي تاریخ، ملي بیرغ او ملي دفاعي ځواکونه او نظام موږ ته سره کرښه ده."

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په پار جوړه شوې ولسي غونډه کې یو شمېر ښځو هم برخه اخیستې وه.

مدني فعاله اغلې باوري زیاته کړه، افغان ځواکونه باید داسې تجهیز او اکمال شي چې د جګړې د ډګر ټولې بریاوې د دوی شي
مدني فعاله اغلې باوري زیاته کړه، افغان ځواکونه باید داسې تجهیز او اکمال شي چې د جګړې د ډګر ټولې بریاوې د دوی شي

مدني فعالې نادیه باوري په خپلو خبرو کې وویل، په دې حساسو شرایطو کې له حکومته په شخصي لحاظ موقف او امتیاز نه غواړي، بلکې غوښتنه يې دا ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امکانات، امتیازات او تجهیزات ډېر شي.

اغلې باوري زیاته کړه، افغان ځواکونه باید داسې تجهیز او اکمال شي چې د جګړې د ډګر ټولې بریاوې د دوی شي او د دندو د اجراء پرمهال د کوم کمي احساس ونه کړي.

بل لوري ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو د ولسونو احساسات وستایل او ويې ویل، دوی به د ژوند په بیه له هېواد او د خلکو له سوله ییز ژونده ساتنه وکړي.

د ځانګړې قطعې افسر دویم ساتنمن خیال ازادي راډیو ته وویل: "د خوست له خلکو موږ ډېر خوشاله یو، په هره برخه کې دوی له موږ سره ولاړ دي، دوی هم ځانونه سربازان بولي په جنګ او هر میدان کې راسره ولاړ دي، په امنیت کې يې زموږ سره مرسته کړې ده، موږ به د سر په بیه د دې وطن څخه دفاع کوو، خوست نه، بلکې ټول افغانستان به چا ته نه پریږدو چې زموږ په خاوره کې ورانکاره عملونه وکړي."

د ځانګړو ځواکونو یو بل افسر طارق وايي چې له ۶ کلونو راهیسې د افغان ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوي وايي، دې مشرانو، خویندو او ځوانان موږ ډېر وهڅولو، زموږ غاړو ته يې ګلان را واچول.

یو شمېر خوستیانو د افغان ځواکونو غاړو ته ګلونه واچول.
یو شمېر خوستیانو د افغان ځواکونو غاړو ته ګلونه واچول.

دی وايي، کله چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه موجود وي، هېڅوک به ونه شي کولای چې د خلکو سوله ییز ژوند ته ګواښ پېښ کړي.

د خوست اوسیدونکي داسې مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ غونډه کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د حکومت او طالبانو تر منځ جګړې تیزې شوي دي.

د سولې لپاره د هڅو په لړ کې هم د قطر په مرکز دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ په اوربند، سیاسي مشارکت او نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې اترې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG